پوهنمل محمود نظری
دطنز ،هجو او هزل توپيرونه او ورته والی
په ډیر لرغوني ادبیاتو کې طنز ،هجو او هزل
یو شی وه او درې سره د هزل په نامه پېژندل کیده چې شاعرانو به د راز راز موخو لپاره کارول. بیا دا
درې سره جلا شول
لومړی بایدد هر یوه تعریف (پېژندونه) وګورو بیا یې توپیرونه او ورته والۍ وشمیرو
هزل
د وییپوهنې په اساس هغه شوخی ته وایي چې د جد(پند) ضد دی.
ډیرو شاعرانو هزلي شعرونه ویلی او هغه
يې ښوونه ګڼلې ده خو ډیرولږو بیا هغه بد ګڼلۍ دی.
ناصر خسرو هزل بد ګڼي او هغه يې کفر او داسلام
ضد ګڼلۍ دی او وایي:
که هزل گفتن کفر است در مسلمانی
هغه چې پر هزل یې بد ویلي بیا يې هم
په دیوان کې دهزل توکې لیدل کیږی هغه په ناپوهي د خپلو مخالفینو بد وایي هغوی د خرو او څ
ور پښو په نامه یادوي:
تا مرد خر و کور و کر نباشد
از کار فلک بیخبر نباشد
دا توندې او بدي
خبرې ان د هغه په بولله(قصیده ) کې هم لیدل کیږی لکه:
اگر با خرد جفت و اندر خوریم
غم خود چو خر چند
و تا کی خوریم
سزد گر خری دور باشیم از آنک
خداوند و سالار گاو و خریم
یا
از بهر چه این خر رمه
بیبند و فسارند؟
یک ذره نسنجند، اگر بیست هزارند
په ادبیاتو کې طنز دټولنې او اخلاقي خوا
یو ،عیبونو او فسادونو برملا کولو ته وایي چې په رمز ، کنایه اوناز ویل یا لیکل کیږي یا په بله وینا:
ویلای شو طنزد زورواکو او اعیانو باندی نیوکې دي چې هغوی په مسخرو له پېښو خبروي.
ښه طنز
ديوې ټولنې دوګړو هنري تنده ښه خړوبولای شي او په رساتوګه يې دټولنې له سياسي، مذهبي، کلتوري، اوا
تصادي حالاتو څخه خبروي.
طنز يوه مهمه موضوع په هنري تورو کې رانغاړي.
د طنز موخه په
خندا سره د خلکو د اخلاقو سمونه د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي ربړونو له منځه وړل دي لکه چې
پروین
اعتصامی وایي
ما را به چوب و رخت شبانی فریفته است
این گرگ سالهاست که با گله آشناست
رحمان بابا
وایي:
مرغه چی د بل غوښی خوری مردار وی
ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه
حافظ څه ښه وایي:
حافظا می خور و رندی کن و خوش باشد ولي
دام تزوير مکن چون دگران قران را
حمید مومند وایي:
ناعت می اشتها کړه هسی صافه
چی اوګړه راکوی خوند لکه ښوروا
په راتله دخط پایمال شی حس هسی
که وتړی به ګلو څوک غویمنډ
دطنز ساحه نسبت هزل او هجو ته ډیره پراخه ده اوطنز لیکونکی تر
یو هزل لیکونکی ډیر لیري ویني او سوچ پرې کوي.
رښتیا دا ده چې طنز لکه یوه مهربانه دایي په خپل لمن کې
هزل او هجو پالې او د بې عدالتۍ په وړاندې هغه لکه یوه وسله کاروي .
هزل بیا هغه شعر یا نثر دی
چې پر چا باندی ناروا وایي یا هغې توکې دي چې د اخلاق او ادب خلاف وي
غني خان وایي:
ژوند كه تل فرني څټل
وي
دا خو سپى هم شي څټلاى
حمید مومند وایي:
قناعت می اشتها کړه هسی صافه
چی اوګړه راکوی
خوند لکه ښوروا
په راتله دخط پایمال شی حس هسی
لکه وتړی به ګلو څوک غویمنډ
ما رستم د زمانی
ولید په سترګو
چه د یار له جوره ژاړی لکه کونډه
هجو بیا په لغات کې د چاد عیبونو غندولو،
ښکنځلو ، پوچو خبرواو بد ویلو ته وایي وي . په نیغه دچا عیب او بد ویل دي
سنايی غزنوی ، سوزنی سمر
ندی ، يغمای جندقی ا و قا آنی شيرازی تر ټولو ډیر هجوی شعر ونه ویلی دي:
ناصرخسرو خپل دو
منان داسې هجو کوی اووایي:
تا مرد خر و کور و کر نباشد
از کار فلک بیخبر نباشد
رحمان بابا
یوه هجو داسی ده :
خوشحالااودولتا می غلامان دی
زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیر یم
آیا
طنز ، هزل او هجو ګډ ټکي لري؟
بلې.
د سنايي په آثارو کې هجو د ټولنیز آرمان خوا ته تل
ی دي
هجو ویونکی د خلکو بې خبري ، ولس غولونه،تعصب خدای نا ډره دینپالو له کړو نه یې
زړه چووی او زړه یې اور اخلی نو مخامخ هغوی غندي .
د ټولنې په وګړو کې، صوفی،خلیفه: امیر، شتمن، درویزګ
،کازي... داسې خلک شته چې په کنایه او طنز نه پوهیږی هغو ته باید هر شی روښانه وویل شی
مو
انا څه دښه وايي :
چون که با کودک سرو کارت فتاد
پس زبان کودکی باید نهاد
یانی
ویلای شو چې طنز د پوه خلکو لپاره ویل کیږی یانی په خوشالۍ او مسخرو سره د هغوی په رمز
پوهول دی. یوازې پوه او هوښيار خلک له طنز نه خوند اخیستلای او پر پوهیدلای شي او ناپوه یې یوازې خندنی
اړخ ګوري خو د ټولنې ټول خلک پوهان نه دي.
هزل بیا د عامو او منځنیو خلکو لپاره دی چې موخه یې یوازې
خندا اوساتیري ده.
خوشحال خټک وایې:
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که
هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت ګوري و نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو
ته پړقيږي
کله هم هجو بیا زور واکو ته شلاغه او نیښ دی لکه سلیمان لایق وایي:
ويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره
ويته خوله بی شرمه سترګی ، لکه مچ هر څه کی لويږی
ربه دا
لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی
دا به بیا اباسین
ایشی،ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی
خوشحال بابا وایي:
م
ستجاب مهمند که چرګه دمغل ده
زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر
ډیرشاعران او لیکوالان په دې
درو سره توکو ویاړي او هغه ښوونه ګڼي
طنز ، هجو او هزل درې سره خندا لري خو د طنز خندا ترخه ده څوک به
چرت کې اچوی. د هزل خندا د ساتیری خندا ده او د هجو خندا بیا د کرکې او دوښمنی خندا ده.
ده. طنز د
هنري ژبې د کمال پایله
ته په اصل کی سړی يې څاروی نه يې
د چارپایو چاری مه کوه دوپایه
نیکو
کار سړی بهتر وی که خوردسال وی
تر سپین ږیری بدکرداره دیرینه
که د شاعرانو شعرونو ته ځیر شو پوهیږ
و چي هغه طنز ، هزل یا هجو نه کوم توکې لري
د لوی شاعر سنایي په ځینو شعرونو کې چې عرفاني نه دي د
سوزني له هجویه شعرونه څخه توپير نه لري هغه هم د هجو په لیکه کې راځي دمیرزا حبیب اصفهانی دوی مثنوی چې
د دانسانانو د پټو غړو په هکله دي هم هجویه شعرونه دي
پوهان وایي: هجو پر عیبونو او نقصونو ملنډې
وهي او دهغو غندنه کوي خو موخه يې د طنز ضد شخصی ده . یانی طنز او هجو یو شی ده خو د هغو موخې سره توپير
لري.
طنز دسمون لپاره ویل کیږی چې موخه يې ټولنیزه ده او هجو د کرکې په خاطر ویل کیږی او غچ اخلي.
یا په بله ماناطنز د هجو یو ډول دي خو د هجو توندي اوتیزي نه لري.
طنز په اصطلاح هغه شعر او نثر دی چې
اخلاقي، ټولنیز فسادونه او یا تیروتنې په غیر مستقیم ډول بیان کړي
طنز د سوچ د بیان او بشری و
ولو یوه شتمنه ژبه ده.
طنز ویونکي وایي طنز یو ډول ژبه ده چې په ډول ډول قالیبو کې موندل کیږی چې د ولس
د قبول وړ ده.
الفت وایي:
دپڼو غــــل خلـکو دمخه کـړ چـــــې غـــــلا ونــــــکــــــړي
اودس ئې نه ؤ پـــــه لمـانځه کې شو امــــام غــــــونـــــدې
هجو هرشی بې پردې بیانوي.
وی
ای شو طنزد دوستانو د روح خندول دي ، هزل د اوریدونکو خندول او هجود بد کړو کوونکی لپاره شلاغه ده
که جهانی چې وایي:
چــــي د بــــــــل په مټو غټ شي يا زمری شي
پــــــــــه هغه ګړي لــــه قام څخه
پردی شي
اول غــــوښي خــــــــــــــــــــوري د خپلو قريبانو
ښــــــخوي داړي پـــــــه خپلو
پــــــه يارانو
یا د غنی خان دا شعر چې وایي:
عقل ترینه ږیری وخـــــوړ
خیـــــټې تری
ایمان وخوړ
چا مهار چا اوښ وخوړ
او ده واړه کاروان وخوړ
او دلته یو هزل د بیلګي په
توګه راوړو:
خوشحال وايي:
تا پخپله سپينه خوله خوشحــــــال ته وركړه
گڼـــــ
ـه دى، دا هسې شونډې ښكلــــــول څوك
په خونـي هاتــــــــــــــي سوره شوه مى پرستـــــ
ه
زه هم مست ، هاتي هم مست دى ، داهم مسته
سارتر د قلم د عفت په نظر کې نیولو سره دطنز، هزل او
هجو توپیر داسې بیانوي:
په عادي ژوند کې طنز دبد شیانو رټنه او ملنډې دي چې خپله پښه د شرم له حده نه
غځوي او همدا ټکی د طنز ،هزل او هجو تر منځ یوه پوله ده.
په دې هکله وایي: كيومرث
صابرى فومنى
طنز عملیات (جراحي) دی خو هجو حلالول دی او هزل بیا شوخي او ټوکه یاني د ژوند د تفریح زنګ
دی