د ګران استاذ خالد عزيز قيصراني د ويناوو تر اغيزې
اندې
کله د پاني پت د جنګ ميدان وي، کله د ګنګا او جمنا سیندونوڅوکې، کله د ايتهوپيا د کوم ښارګوټي يو
بازارګۍ، کله د روم د درياب غاړه، کله د دجلې سيند، کله د بدر د جنګ ميدان او کله هم د کومي غټي کلا جګ جګ او م
ضبوط ديوالونه او برجونه وي.
د الله اکبر ږغونه پورته سي او ټول کاينات ولړزيږي، يو کاروان راښکاره سي، يو
داسي کاروان چې د هغه له جنون څخه آسمان خپل مخ په وريځو پټ کړي، ځمکه څپل ټټر ټينګ کړي، د طوپاني باد غږ، د د
ياب څپې، د غرونو کانړي، د ځنګل پانړي او بوټي له وهمه سهوه سي، د کلاګانو جګ جګ او مضبوط برجونه پر ځمکه
انسکور سي او په پولادي ديوالونو کې د غټو لارو په څير چاکونه پيدا سي.
خو کله د درياب د څپو په تيز شور سره،
کله د کوم سيند د روانو اوبو په څاڅکو چې باد يي زما پر مخ راوشيندي، کله د ځنګل د يو ځاور په وحشي چيغې سره او ک
ه هم چې کوم خونخوار باد په خپل ګرداب کې خاوري او شګي راټولي کړي او د غشو په څير زما پر وجود يلغار وکړي.
زه
د فکرونو له ايساره راووځم، يوه يخه سيلۍ مي بدن ټول خوله خوله کړي، مخ مي تک ژړ سي، سترګې مي کښته سي خو له شرمه
څخه مي سترګې د ځمکې له ټټر څخه هم نه مښلي، بيا يوې خوا ته تګ پيل کړم د يو داسي ستړي مساپر په شان چې له ډيره مز
ه وروسته ورته معلومه سوې وي چې له منزله پرته بيرته پر هم هغه مکام ولاړ دى له کومه څخه چې يي سفر پيل کړى
و.
د کندهار نوى ښار
د ٢٠٠٤ ز کال د مې مياشت