مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طنز :له عدلیې وزیر سره مرکه

مرکه کوونکی : محمد کریم نور

طنز

 

 

 

س : نیاووالی څه شي ته وایي ؟
ځ :" حق غوښتونکو"  ته "حق" ورکول .

س : خلک وایي چې رشوت او فساد ډېر شوی . آیا دا رښتیا ده ؟
ځ : نه رشوت ډېر شوی نه فساد . یوازې هر کار د روپیو پر وړاندې کېږي .

س : اوسنی نیاوي سیستم شرعي دی، مدني که د " د مور کوسۍ" پر بنسټ ټیکاو لري ؟
ځ : دلته کوم ځانګړی سیستم نشته . دا پر هر نیاومن پورې اړه لري چې له کوم سیستم څخه کار اخلي .

س : نیاومن مو د کوم ځای څخه دي .
ځ : له هر هر ځای څخه .

س : ستاسې قاضیان مسلکي کسان دي که نه ؟
ځ : زموږ ټول نیاومن داسې مسلکي کسان دي چې په هره برخه کې، که ښه وي که بده، تجربه لري .

س : د افغانستان نیاوي سیستم څنګه ارزوئ ؟
ځ : د افغانستان نیاوي سیستم تر ټولو ښه دی . او ښه ځکه دی چې یوې ستونزې ته ژر تر ژره حل لار پیدا کوي . هم د نیاومن لږ وخت لګېدلی وي، او هم د ښکېل کسانو .

س : نو که یو سکا و ډېر پېچلی وي، د هغه حل لار به څنګه ژر پیدا کېږي ؟
ځ : د یوې ستونزې حل لار په ستونزه پورې نه، بلکې په ښکېل کسانو پورې اړه لري . هر هغه کس چې د نیاومن پر ژبه ژر پوه شو، او د هغه وینا یې ومنله، بس دا ټولې خبرې مساوي کېږي په "قضاوت" .

س : تر مساوي پورې مې را پر زړه شول . داسې هم پېښېږي چې یا د داوې دواړه لوري او یاهم دولت او مج م سره مساوي شي؟
ځ : که ته له مساواتو داسې مانا اخلې، نو زه به درته ووایم چې قضاوت خره پر خره دی له هغه سره چې نیاومن  ته مالګې نه، بلکې پتاسي ور څټي .

س : له کوم ډول قضیو سره  ډېر لاس و ګرېوان یاست ؟
ځ : لاس و ګرېوان به یې تاسې بولئ، که نه موږ خو ورسره غاړه غړۍ یو . او بله دا چې د قضیو ډول په زورواکانو پورې اړه لري چې څه شي ته بډې وهلای شي .

س : آیا دولتي چارواکي هم په جرمونو تورن دي ؟
ځ : دا پر ستره محکمه پورې اړه نه لري . دوی پوهېږې او وجداني نیاوتون یې . خو دا چې تر اوسه آزاد ګرځي او دوی خپل کارونه کوي، په دې مانا چې وجدان به یې ح تماَ َ تورن کړي نه وي، او نه به یې جزا ورکړي وي .

س : ستاسې په ګومان، دولتي چارواکي به کوم ډول جرمونه کوي ؟
ځ : زه خو نه یم خبر، خو تاسې کولای شئ چې ملت وپوښتئ .

س : د نیاومنو رزمنه (معاش) څومره ده ؟
ځ : دا پوښته زه ځکه نه شم ځوابولی، چې دا خو پر کار پورې اړه لري . هر ګوره، دا ویلای شم  چې چېرته دولت خپل سری او یاغي وي، او ملت خوار او بې وسه، نو هلته خوامخوا کار ډېر وي . او کار چې ډېر وي، هلته روپۍ هم ډېرې وي .  ماته وګوره، زه د ږیرې د خرېیلو وخت نه لرم، که نه داسې ږیره خو باید سم له لاسه وخرېیل شي .

س : که چېرې تاسې کوم جرم وکړئ،بیا به په کوم نیاوتون کې  ستاسې په اړه پرېکړه کېږي ؟
ځ : ها ها ها، راستي کي اوغان غول استي . موږ د جرمونو ریکارډ لرو . نه د وجداني نیاوتون زور راباندې رسېږي نه هم د کوم بل .

س : تاسې بهرني مشاورین هم رئ؟
ځ : همدا زما د ښه کار یوه لویه ځانګړتیا او نښه ده چې زه بهرني مشاورین نه ساتم او نه هم د نورو وزارتونو په څېر د میاشتې دوه درې سوه زره ډالر پرې خورم . زه ان  په مشاور کار اسانوم . بله دا چې دا  به هم درته ووایم چې د نړیوال کېدنې په پېر کې بهرنی او وطنی کوم توپیر نه لري .  هغه که بهرنی هم وي، موږ وطني کړی . د بېلګې په توګه، ډالر خان، بي بي آیرو، درهم ګل، تومن پور او پوڼد علي .

س : دغه یو لکه چې ستاسې کلیوال دی؟
ځ : هغه بل مې بادار دی .

س : سړی که ښه سوچ ورته وکړي، داسې ښکاري لکه دا چې د روپیو نومونه وي، که څنګه ؟
ځ : نو م اور بیا څه شي ته وایي ؟ ته هم "خبر بیار" شوې .

س : د نیاوي قضیو په اړوند خلکو ته څه ډاډېینه ورکوئ ؟
ځ : چې جېب مو ډک وي، حق به ستاسو وي ! نو پرابلم . تنکیو!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery