مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

٠٠٠ستا لکۍ څه شوه ؟

اجمل اټک يوسفزی

څنګه چې کمکی له ښوونځي نه کور ته راورسېد لومړۍ پوښتنه يې هم دا وه چې پلاره ستا لکۍ څه شوه ؟
پلار د کمکي دې پوښتنې سخت هک پک کړ ، خو له ډېره تاوه خپل کمکي او معصوم زوی ته په مسکا شو ،او بيا يې وپوښته زويه دا بده او سپکه  پوښتنه دې له چا نه زده کړې ده ، انسان لکۍ نه لري ، بيا داسې بې ادبه پوښتنه مه کوه زويه  !
پلاره تا ويل چې د معلم صيب هره خبره اوره او په غوږ کې يې ساته،نن زموږ معلم صيب ويل چې انسانان اصلا د بيزوګانو نه پيدا شوي دي ؟!
پلار نور هم  د کمکي زوی  خبرو اريان دريان او بېځوابه  کړ، خو تر يوه ساړه اسويلي وروسته يې خپل زوی ته سر وښوراوه ، هو زويه ستا د معلم صيب خبره رښتيا ده خو ټول انسانان له بيزوګانو پيدا شوي ندي، موږ له انسانه يعنې بابا دمه (ادم ع) رازېږېدلي يو ،ځينې به له بيزوګانو هم زېږېدلي وي !!
خو يوه بله ډله هم شته دی  زويه  چې هغوۍ له خرو زېږېدلي دي ، زما په اند ښايي  زويه چې ستا معلم  صيب  له همدې وروستۍ ډلې نه رازېږېدلی وي.
سبا ته دې چې معلم صيب څنګه ټولګي ته راننوت هم دا پوښتنه ترې لومړی وکړه ٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery