مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-07-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بلا دې وركه شه

سيد امرالله اميد

 ( دښاپېرو په حرم كې له كتاب څخه)
دتليفوني  اړيكو ددفتر مسوول خوله پيخه كړه او پر شونډو دموسكا په ځلولو يې وويل: (( واخله كليواله ،خبرې وكه))
ده دتليفون غوږۍ غوږ ته كړه، څو ځله يې وويل: (( الو، الو دكاكا زو ، الو غږ مې اورې؟))
شېبه پس يې واورېدل: (( هېلو! څوك خبرې كى؟))
لكه دڅه شي زې ى چې پرې شوى وي، له خوشالۍ سم دهوس په وزرو والوت او په لوړ اواز يې وويل: (( بلا دې وركه شه، شيريندل يم، شي يندل، ستا سكه سوتره دكاكا زوى.))
: (( څنګى  والكه شيريندله؟ كور كلي ته څه حال دى؟))
: (( ويم دحال پوښتنه مه كوه، ښه دى چې سترګې دې پناه كړي، بلا دې وركه شه،  دكلي نوم مه اخله ، وچكالي ده وچكالي، ويم كه  اغه شنې دېرې دې اوس وليدې،   جړا به دې ورته راشي.))
: (( ښه نور څه حال دى، ورونه دې څنګه دي؟))
: (( ورونه مې ښه په م زو كې دي، بلادې وركه شه ويم دا خوار پكې زه يم،  دادا مې ماته راتر غاړې دى، ناجوړه دى، ټوله شپه  يې په اخ او ټوخ وي، ډانګتران ستړي شول، له پېسو يې خلاص كړو، خداى كه به دوا ورته ديوې آنې ګټه ام كۍ.))
: (( ښه موږ به و ته دعا كوو، دا راته ووايه چې څنګه دې په ياد شوم؟))
: (( ګوره ته به مې څنګه نه په يادېږې، بلادې وركه شه،  ته خو ماته له وړوكتوبه ګران يې، دونه مې په شا ګرځولى يې چې ددروغجن خبره ملا مې اتلس ځلي پوستكي غورځولي، ته دكاني نه پوښتنه وكه، چې كيسې درته وكي، په اوږو به مې ګرځولې، پوزه به دې ما پاكوله.))
هغه له خندا شين و، ورته يې ووي : (( ښه دماشومتوب خبرې پرېږده، اوس وايه چې زه دې په شا وګرځوم، ماته خدمت وايه؟))
: (( په خوله دې بركت شه، ويم ب ا دې وركه شه،  سږكال راباندې ډېره سخته ده، په خداى كه به پوټى اپين ام شوى يې، حكومت ظالم شو له هر څه يې خ اص كړو، دوچكالۍ له غمه غوا او خوسي ام سر خوړلى، ما ويل كه لږې پېسې راته راولېږې چې سر تر غوږو په قرضونو كې ډوب شوى يم، سهار او بېګا راپسې قرضداران ځي او راځي ))
: (( هن!!  درباندې پوه شوم، لكه چې ځان ته دې چېرته درك مرك كړى كه څنګه .))
: (( بلادې وركه شه،  ويم ځوانيمرګ دې شم كه به اغه خبره يې، نه درك شته نه مرك، ګومان نه كوم چې كه به مې پيشو ام په نصيب كې وي، اغې خبرې نه خلاص يم، ږيره مې ډېرو غمونو پاكه سپينه كړه ))
: (( ښه اسانه به ي،  ولې مشر ورور دې در سره كومك نه كۍ؟))
: (( ويم نوم يې راته مه اخله پوټى مسلماني پكې نشته، كله چې دتنخا خاوند شوى سترګې يې په تندي كې دي، سړى ورته دسړي بچى نه ښكاري،بلا دې وركه شه،  ويم اغه پخوانى انځر ګل نه د ، اچې تا ليدلى و، له كبره خولۍ كږه ږدي، ګوره دكاكا زويه  كه پېسې رالېږې پام دې وي چې انځرلالا  ته په لاس ورنشي، هسې نه چې آدچا خبره[ خېرات دې وشه خو دمړو په اروا دې مه شه] ، ستا له ښې بم ووځي مونږ بم پرې ښاد نشو))
: (( ښه حالات څنګه دي؟))
: (( ويم دحالاتو پوښتنه مه كوه، بلا دې وركه شه،  مسلماني په چاكې نده پاتې، كه دوكاندار دې او كه  موټر وان بس سمه  دكوپر نغاره ډنګۍ، دادى  اوس كلي ته روان يم، دوه قدمه لار نه ده، خو  بيا به رانه  نغدې پنځوس اوغانۍ كرايه  اخلي، اينساپ په چا كې ندى پاتى.))

: (( ښه نور؟ آبۍ څنګه ده؟))
 : ((بلا دې وركه شه،  ښه شوه چې راياده دې كړه، دومره خونده يې نشته، دګورپه غاړه ولاړه ده، بېګاه او سبا ورته شمارو،  خو سختې دوعاګانې درته كۍ، ويم خداى مې دې دواده پسې ځوانيمرګ كي كه به درته دروغ ويم، چې آبۍ مونځ وكي، بيا يې لپه اسمان ته نيولي وي، دونه دوعاګانې درته وكي چې نوره ستړې شي، ماته وۍ چې ګل جانى مې ياديږي، بيا كمبخته  وجاړي، بس په خوړو ولاړه ده، مونږ سره دميراتو پېسو درك نشته، هر وخت راته وايي چې لږ ام ،   انار او خټكي خو راته راوړه خو زه پرې غوږونه كاڼه كم، كه لږې روپۍ دې آبۍ ته ام راولېږلې، ويم جنت به وګټې، ميوه دانه به ورته پرې اخلم.))
: (( غم مه كوه، آبۍ ته خو يې خامخا درلېږم ، ښه وايه كه نه، وطن ته څه حال دى، كليوال څنګه دي.))
: (( ويم دكاكا زويه خبره مې واوره! بلا دې وركه شه،  پام  چې وطن ته رانشې، بس جنجا ونه  دي، لانجې دي او دوشمني ګانې دي، ته ما پسې سپكې سپورې زه تاپسې،  كلي كې كراره بده ورځ ده، داوړي چې څ نګه  شړومبې  له ستوني تېرې كړو، كټ او بالښت په تخرګ كې ونيسو بس ټوله ورځ خوبونه  كوو، دژمي بيا په پ وړه كې پيتاوي ته ناست يو او دخپلو كليوالو غېبتونو ته ام ملا تړلې وي، وېم  دكلي دې رنګ ورك شي،  دا ښه دى چې په لندن كې دې اوټل اخېستى، خداى دې املته خوشاله لره.))
: ((  ! هوټل مې ندى اخېستى، په هوټل كې شاګرد يم.))
: (( ويم نظر مه ماتوه، بلادې وركه شه،  زه خو درباندې خوشالېږم، ته خو مې دكاكا زوى يې چې په تا خوشاله نشم په چا به خوشاله شم.))
: ((وه ساده ګله!  دلته څوك يوه لوېشت ځمكه نشي اخېستلى، پاتې شوه د هوټل خبره، زه پكې شاګرد يم، مزدور يم، مزدور، دلته به يا  په هوټل كې لوښې مينځې، يا به په كورونو كې دسپيو په غاښونو كې برس او كريم وهې يا داسې  نور خشره كارونه،  اوس پوه شوې؟))
: (( ښه رشتيا!  تا دسپو خبره وكړه، بلادې وركه شه،  له تا دې حيا وي زمونږ اغه خړه سپۍ لنګه شوې يو پګړ كوكريان ورپسې دي، ټوله ورځ كړونجه كړونجه او كړونجه كړونجه،  نور ترې پوزې ته راغلي يو، ماته خلكو كېسې كړي چې پرنګيان دسپيو ډېر شوقيان دي، كه كوم پرنګي سره دې خبره وشوه، چې ټول ورباندې خرڅ كم، اوس خو اسې ام زمونږ وطن له پرنګيانو ډك دى، كوم كليوال به يې خامخا دلته وي، دكور پته ورله  وركه چې ټول ورته په بورۍ كې واچوم، اغه دنسوارو پېسې خو به مې نغدې شي.))
دتليفون له غږه داسې م علومېدله چې له خندا شين و،  ويې ويل: (( ياره شيريندله!  له بلا ډك يې، له خندا دې ووژلم، ځوانيمرګه ما په دا دوه كلونو كې دورمره نه وو خندلي، پرنګيان هغه سپي كله ساتي،  ښه رښتيا په وطن كې امن څنګه دى؟))
: (( امن چې ته دى، بلا دې وركه شه،  كليوال ټوله شپه له خپلو چقمقو ټوپكونو سره په بليو ناست وي او پېره كۍ، ابله ورځ دبرې بانډې دملك كاكا كور غلو وواهه، دشېخ مستان  لنګه غوا يې په رڼا ورځ له اخوره بوتله، داسې ورځ دې بده شي، چې په كلي كې به   شپږ اته چرګان نه وركېږي، ويم اسې دناكام شپې دي څه وكو، چاره څه ده.))
: (( ولې دا حكومت، دا عسكر دا نړيوال پوځونه؟!))
: (( ويم سپينې راباندې مه وايه چې ولچك او زولانه به پروت يم، بلا دې وركه شه،  دلته څوك رشتيا وينا نشي كولى، دا ټول ډوډۍ غړپي دي، خدا كه پرې ښاد شې، چې هر كار وشي، سبا به يې كلى په سر اخېستى وي، ټوپكې به نڅۍ او برګ برګ به كېږي، بيا به وايي په دې كې د تُركيستان لاس دى او په دې كې دخراسان لاس دى ، هلكه خوارشئ، سټه ام شنه شه، چې دهر چا لاس دى،    خو مخه يې ونيسئ  كور ام له غنمو ډك شه، ستاسې كار نو څه دى؟))
: (( ښه، ښه شوه چې دكور كلي له احواله دې خبر كړم، ته غم مه كوه، تا چې څه وويل، ټول مې په ياد دي، وبه شي، چورت مه خرابوه،  هسې ځان نور ما تاواني كوه، مصرف درباندې راځي، ښه نو دخداى په امان سلامونه ټولو ته كوه.))
: (( اى   دكاكا زويه، په تاوان پسې به نه ګرځې نن مې له كوره شپږ اته  چرګان راوړي ووپه بازار كې مې خرڅ كړل، جب مې ډك دى، ټولې خو به ستا له سره ځار كم.))
: (( ځه بيا دې زه احوال اخلم اوس دې زما اوستا خداى په امان وي.))
: (( ويم بلا دې وركه شه ، اغه زما دپېسو خبره شاته ونه غورزى، چې ګوره جاله مې  نوره په چړ ده، مخه دې ښه ه.))
دا وخت يې د جېبونو كڅوړې سره ولټولې، څه پېسې  يې چې لرلې ټولې يې  دتليفون په لګښت كې وركړې او شېبه پس په ستومانه حالت د كلي دموټرو د اډې پر لور روان شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery