دخپریدو نیټه : 2005-01-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
"ډاګ چيكنګ"
احمد پيمان
په هغه ورځ د اداري اصلاحاتو كميسيون عجيبه پرېكړه وكړه. پرېكړه خو نه، د يو څو كسانو وړانديز و. په لومړي سر كې خو څو وړانديزونه وو. هر چا خپل نظرونه ويل. دې خبرې وروسته ډېر پلويان پيدا كړل، په اول كې چې څنګه دا نظر واورول شو، ياره تر يوه ساعته پورې خو خندا نه كرارېده. نژدې و د خندا، ټوكو، مسخرو او ځوږ له كبله غونډه سبا ته وځنډېږي. د كميسيون غړي له خندا په څوكيو كې رغړېدل. له سترګو يې اوښكې روانې وې، خو يوازې هغه كس چې دا وړانديز يې كړى و، اريان دريان كتل، چې څه ووايي.
په لومړي وړانديز كې خبره دا وه چې د هېواد حالات له سره خراب دي، چې وضعه سمه شي، دولت په پښو ودرېږي، په خپله به اصلاحات رامنځته شي. ځينو بيا دا وړانديز درلود، چې كميسيون خو هسې هم جوړ شوى، دفتر شته، بس حاضري به لاسليكوم. موټر او معاشونه شته، ځكه چې كه ټاكنې ترسره شوې، نوى حكومت جوړ شو، بيا به نو اصلاحات پيل شي.
يو څو كسانو بيا دا ويل چې نه، ځان به نه بې اعتباره كوو، اوس به يې پيل كړو، خپل كار به كوو، مني خو هسې هم څوك نه، خو بيا به هم خپل كار كوو.
يو بل وړانديز دا و، چې اصلاحات بايد بېخي له يوه سره پيل شي، چې وزير صاحب اصلاح نه وي، نو مامور به څنګه اصلاح شي. دا اوس ګوره په هر وزارت كې د هغه وزير صاحب، خپل رئيسان، مديران، ان ملازمين او مستخدمين هم د خپل اكا زامن او يا شخصي انډيوالان دي، ولاكه څوك چپ ورته ګوري. نو دا اصلاح اسانه نه ده، كه يودم اصلاحات پيلېږي، خداى مه كړه خلا به رامنځته شي.
خو اصلي خبره پر دې راچورلېده، چې لومړى بايد اداري فساد له منځه لاړ شي. لومړى دې هغه ادارې وپېژندل شي، چې په اداري فساد كې لاس لري او بډي اخلي، له رئيسه نيولې تر ملازمه پورې په كې ريښې زغلولي. لومړى بايد د دې كار اصلي لاملين وپېژندل شي. دا خبره چې ياده شوه، نو ټولو يو بل ته لك لك وكتل. يو څو كسانو خو يې يو بل ته په سترګو اشارې هم سره وكړې، خو ټولو په يوه غږ وويل: دا ښه خبره ده. يوه كس وويل: ښه نو بډي اخيستونكي به څوك پېژني او بيا چې وپېژندل شي، څوك به يې له بډي اخيستلو راوګرځوي؟ يو دوو درېيو كسانو په يوه غږ وويل: منع كول بله خبره ده، اصلاً د بډي خواره پېژندل ضروري دي.
په دې كې د كميسيون يو تن غړي غاړه تازه كړه، يوې بلې خوا ته يې وكتل، ويې ويل: راځگئ، د بډي اخيستونكي په پېژندلو كې له عصري وسايلو او نوې ټكنالوژۍ څخه كار واخلو. يو څو كسانو چې موسكا يې هم پر شونډو راڅرګنده شوه، وويل: دا نو څنګه؟ وړانديز كوونكي پسې زياته كړه: تر اوسه په ټوله نړۍ كې د ماين لټولو او چاودېدونكو توكو او مخدره توكو په پيدا كولو او پېژندلو كې تر ماشيني ټكنالوژۍ، روزل شويو سپيو ښه نتيجه وركړې ده. موږ بايد په لويه كچه له يوه مرستندوى هېواد څخه د مرستې غوښتنه وكړو، چې د بډي اخيستونكو په پېژندلو كې همداسې روزل شوي سپي راولېږي. ما اورېدلي چې په پرمختللې نړۍ كې دا ډول سپي دا اوس هم شته.
دا خبره نه وه تياره د بم چاودنه وه، په غونډه كې ناست كسان له خندا پراته وو، چيغې او نارې وې: اها، ها، ها، ها، سپي، اوهو، هو. روزل شوي سپي، وئ، وئ. ماشيني ټكنالوژي او سپي، وئ، وئ، ها، ها، ها.
خو وروسته چې خندا كراره شوه، خندا هم نه وه كراره، د خبرو په منځ منځ كې به بيا كله كله يو نيم بيا ښه په زوره وخندل، بيا به خندا ورسره پيل شوه. له دې سره سره پر وړانديز هم غور پيل شو. تر اوږده بحث وروسته د رايو په اكثريت پرېكړه وشوه. هغه ادارې چې په اداري فساد تورنې دي، يا بډي اخلي او يا هم بډي وركوونكي مراجعين لري، د هغوى د اصلاح او پلټنې لپاره دې د روزل شويو سپيو له رارسېدو سره، يو يو سپى وركړل شي، چې په دې ډول هره ورځ يو ځل سهار او بيا مازيګر، له ماموره تر رئيسه (ډاګ چيكنګ) وكړي او چې هر څوك يې وپېژندل، په هماغه ساعت دې كميسيون ته وروپېژندل شي. دا پرېكړه په ټوكو او خندا لاسليك شوه او غونډه تر اوږده بحث وروسته پايته ورسېده.