دخپریدو نیټه : 2008-08-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
مېنه څه ده
رحمت آریا
مېنه د پسرلني سباوون هغه ژوند بخښونکې سیلۍ ده چې د هرې څپې لگېدل یې په ژم
ني سړښت کې کنگل شوي زړونه ویلي کوي اود مني په رَژوونکو څپېړو رژېدلې پاڼې بیا غوټۍ کوي
مېنه هغه ټپ دی چې پرته
له مېنې بل درمل نه لري
مېنه د لوړو غړونو په څوکو کې د گوربتانو هغه ځاله ده چې یوازې گوربتان ورته ورتلای
ي
مېنه د کړېدلې زړه له تل څخه هغه راپاڅېدلې کړېکه ده چې ازانگې یې یوازې د کړېدلې زړه په تل کې ازانگې مومي
مېنه
د سرلوړۍ هغه شمله ده چې پگړۍ یې یوازې له سره تیر مین پرسر اېښودلای شي
مېنه ښایي نورو ته یو خوب وي خو یوه مین
زړه ته یوه رښتونې نړۍ ده
مېنه هغه بڼ دی چې گلان یې د مین مالیار په لاس کرل او خړوبیږي
مېنه هغه توپاني سم
ندر دی چې د یاغي څپو مخ ته یې یوازې هوډمن ماڼو ورتلای شي
مېنه هغه یوازېنی هوډ دی چې ماتېدل نه لري
مېنه
هغه راز دی چې د مېنې په کیلۍ پرانیستل کیږي
مېنه د سباوون هغه ورَښ دی چې وږم یې یوازې د سهارني سباوون په وز
ونو وړل کیږي او په خوب بیدې غوټې له ساړه خوبه راپاڅوي
مېنه د غازي سرتیري هغه وسله ده چې د خپلواکۍ تر ډگره
ورسره وي
مېنه د غاړې هغه هار دی چې یوازې د خپلواکۍ د ناوې په غاړه کې پروت وي
مېنه د مین زړه د وینوپه رنگ
لېکل کیږي
مېنه هغه سلگۍ ده چې د یوه ربړېدلې مین زړه له تل څخه راپورته کیږي
آگست ۲۰۰۸ کاناډا