مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

«زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي» کتاب چاپ

ډيوه همت

کتاب تازه د چاب په ګېڼه سمبال سو

      دغه کتاب چي د پښتو ژبي د نامتو ليکوال، ژباړن او شاعر استادعبدالمالک همت ليکنه او ژباړنه ده په دې وروستيو کي په کابل کي د ميوند خپرندويي ټولني
( سباکتابخانې ) لخوا،د دغي ټولني په اړونده مطبعه کي په معياري قطع، پر ارزا بيه اخباري کاغذ په کارډ وقايه کي چاپ سوى دى. کتاب ٣٢٦ مخونه لري او د سريزي او لومړنيو څرګندونو په شمول تر (٦٢) سرليکونو لاندي د لوېديزيانو او امريکايانو پر تور او کرغېړن تاريخ او د هغو پر اوسنيو او راتلونکو شومو اهدافو په لنډو کرښو کي مستدله رڼا اچوي.
      که څه هم خپ وونکو دغه کتاب د کاغذ او نورو د ګرانۍ له امله پر خړ او بې کيفيته کاغذ خپور کړى دى او له اقتصاد او سپما يې کار اخيستى، خو خپله کتاب د ښې محتوا درلودونکى دى. لوى استاد ښاغلى همت صاحب وايي چي: ” زما په ټولو خپرو سوو کتابونو کي دغه کتاب ډېر خوښ دى، ځکه زما نور کتابونه د اسلامي مسايلو، اسلامي تاريخ،ادب او نورو په هکله دي، خو دا کتاب د اسلام او اسلامي افغانستان د اساسي دښمنانو په وړاندي له هغه څخه او د افغاني اُرشو او فرهنګ څخه په بنسټيزه توګه ننګه کوي او په دې هکله له پامه غورځول سوي، خو ډېر اړين مسايل راسپړي چي په اوسنيو شرايطو کي دې ته تر نورو هرڅه زياته اړتيا ده “.
      رشتيا هم ښاغلي همت په دې ليکنه کي د ګران وطن افغانستان د سياسي دښمنانو د شومو ارادو په هکله هغه حقايق را سربېره کړي او ليکلي دي چي نن مهال په هغو باندي پوهېده ډېر اړين باله سي.
       د دې کتاب په لوستو سره، لوستونکي ته د اسلام او په تېره زموږ   د ګران هيواد په نسبت د سراښو، ماد ي پالو امريکايانو او اروپايانو ډېر پټ اهداف څرګنديږي او ورته جوتيږي چي زموږ دغه تېري کوونکي او انسان وژونکي رشتياني تروريست دښمنان هيڅکله زموږ دوستان کېداى نه سي، بلکي دا زموږ د اسلام، دين، وطن، ناموس، تاريخ او فرهنګ نه پخلاکېدونکي تاريخي صليبي دښمنان دي، چي همدا اوس يې عملاً موږ د ډېري بدي خوارۍ او لالهاندۍ سره لاس او ګرېوان کړي يو  او زموږ وطن يې د ورانۍ ډېري ناوړي کندي ته د ورټېل وهلو پر لور روان کړى دى، چي بايد هرڅه ژر خپله لار ځني بېله کړو او پر ضد يې خپله اسلامي او هيوادنۍ دنده تر سره کړو. څو خپل هيواد له دې ناوړي تهلکې څخه هرڅه ژر وژغورلاى سو.
      کتاب تر هرڅه دمخه په قرآني مرغلرو ( آيتونو ) ښکلى سوى او د انتساب په پاڼه کي يې دغه کرښي راغلي دي:

ډالۍ :
      هغو ته چي زموږ د دښمنانو؛ يعني د امريكايي او اروپايي نړۍ خورو مادي پالو طاغوتي او صليبي ځواكونو په شومو او ناولو موخو او توطئو يې سر خلاص دى  او له اسلامي اُرشوګانو څخه د دوى په وړاندي اتلواله ننګه كوي.
« همت »
بيا د کتاب فهرست وراچول سوى او ور پسې دا کرښي لولو:
الـفـاظ

      د هغه ليكوال الفاظ او خبري تر ټولو ښكلي  دي چي زړه او اروا يې د وطن په درد دردمن وي . تر ټولو  ښكلې ليكنه هغه ده چي حق او رشتيا خبري پكښي سوي وي ، هغه ليكنه چي د ظلم ،  بې عدالتۍ او مرييتوب پر ضد وي .
      پټه خوله اوسېدل ښه كار دى ، خو د يوه ليكوال پټه خوله اوسېدل هيڅكله ښه كار نه ګڼل كيږي. د ده خبري زيات ارزښت لري . ليكوال ته ښايي چي خاموشي ماته كړي ، كه نه هيله او حق  به ووژل سي . ډېر ليكوال چي پټه خوله پاته سوي دي رشتيا يې وژلې ، ماته يې منلې او دغه عمل يې د ظالم د پلوۍ مترادف دى. 
      د  ليكوالو  دنده ده چي د م جاهدينو او پاڅون كوونكو مل او ملګرى سي ، په قلم جهاد وكړي ،  نهيليو ته ماته وركړي   او د حق لار وښانه كړي .
      د رشتيا ليكونكو اتلانو خبري له يوې خوا د بې ضميرو ضميرونه ويښوي او له بله پلوه پر ظالم او دښمن مرګونى ګوزار كوي . د ده خبري  چارواكي اړباسي چي خپلي  ناوړي كړني سمي كړي  او ح ق ته غاړه كښېږدي.
      په تېرو مهالونو كي سترو سترو فرهنګونو او فلسفو ته يوازي  الفاظو ماته وركړې ده . له الفاظو څخه زرګونه ستوري زېږي .  رشتيا خبري دروغجن واكمن له تخت او تاجه بې برخي كوي . 
      د حق څرګندونه نه يوازي په ټولنه كي مثبت بدلون راولي ، بلكي د مظلومانو پر ټپونو د پټيو ايښوولو دنده هم تر سره كوي. دحق څرګندول د ظلم  په  تورو شپو كي د نور څلي باله سي  ، د جبر په زندانونو كي  د پرتو وګړو زنځيرونه ماتوي ، په مځكه كي د ميني او يووالي  تخم كري  او لارښوونكو ته د وګړو د زړونو په لاس راوړلو لاري چاري ښيي.
     له دې امله د ليكوال پټه خوله كېدل هيڅ نه ښايي .
     په پاى کي زه د لوى څښتن سپېڅلي دربار ته د دعا لاسونه لپه کوم او هيله کوم چي زما پلار ښاغلي همت صاحب ته د داسي نورو اسلامي څېړنو او ليکنو توفيق ورکړي. بله دعا مي لوى څښتن ته په دې د روژې په مبارک ماښام کي په ژړا او عاجزي او عذر وزاري داده چي خپل وطن مو خپل ووينو او پردي ځني تښتېدلي، شوره ، شرمنده او خجل ووينو. او نور زما غوندي د اسلام لوڼي له کفري تيارو او ناکردو څخه  بېغمه د اسلام په سپېڅلې غېږ کي د پت او عزت او آرام ښکلي اسلامي او افغااني ژوند درلودونکي سو، آمين يارب العالمين.   

      د يادوني وړ ده چي دغه کتاب دميوند خپرندويي ټولني
( سبا کتابخانې ) له نمايندګيو او د هيواد د مرکز او ولايتونو له کتاب پلورنځيو څخه په نسبتاً ارزانه بيه ترلاسه کولاى سئ.     

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery