مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-09-30   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

طنز:مړ به شم خو ارمان به مې پوره نشي (استاد سیاف)

ورور مو سياف غمزده له كابل څخه

 نوم مې خاوري عبدالرب رسول دى تخلص مې سياف او د كابل ولايت په پغمان كې ۱۹۴۶ ع كال زېږېدلى يم غواړم د خپل ژوند لوړې ژوري په څو لنډو ټكو كې د ته ووايم :

ښه مې په ياد دي چې كله اووه كلن شوم مور او پلار راته د مكتب غمه وخوړه د پغمان په لومړني ښوونځي كې يې داخل كړم هغه وخت چې استاد صرف الف وويل مابه ورسره د الله كليمه وويله ځكه چې لياقت مې تر نورو څه ښه ؤ د ۱۲ كلونو په عمر له منځني ښوونځي نه هم فارغ شوم له دولسم نه تر فارغېدو وروسته د كابل پوهنتون د اسلامياتو محصل شوم لدې وروسته مصر ته لاړم چې ماسټري واخلم او دالاظهر په پوهنتون كې مې دانعمت هم په برخه شو په هغه وخت كې ډېر بختور وم ځكه چې دا وخت د روسي يرغل د استعمار ټغر په هيواد كې خور ؤ او اجيران يې په سرټيټي دسترخوان اټول ول زه لدې مزو نه وم خبر ناڅاپه د انجنير ګل بدين حكمتيار او برهان الدين ( رباني ) سره اشنا شوم او د اخوان المسلمين په نوم په دې ډله كې داخل شوم كله چې پوه شوم چې دلته پيسې نه تر ګوتو كيږي نو مې انجنير احمدشا احمدزي چې زما ډير نږدې ملګرى ؤ را ګوښه كړ او ورته مې وويل :
زه خو لدغو سره وخت نشم تېرولاى راځه چې يو بل تنظيم جوړ كړو پنډ به امريكا راته راكوي ښه به اباد شو هغه راسره ومنله زه سخت خوشحاله شوم او يو بل تنظيم مې اعلان كړ بخت مې برابر ؤ ښې پيسې عربو راته راكولې او مزې لا سواوې تر دې چې كابل مو له واكه وغورځاوه او له خپلې ټولې كابينې سره كابل ته راغلم له نورو مجاهدينو سره يوځاى شوم مسعود راته په غوږ كې وويل (( استادمحترم در وقت نياز ازمن مشوره بخواهيد )) من مېخواهيم حكمتيار رااز سهنه بكشيم داهغه وخت ؤ تر سترګو دې جار شم كله چې مو مكې مكرمې ته د لوړې لپاره د تګ تيارى نيولى ؤ ماهم ځكه د مسعود خبره منله چې د بدخشان جواهر رانه پټ ونه خوري او د كابل په غنيمتونو كې راته ونډه راكړې مسعود ډير وران ؤ هي هي هي هر څه به يې ځانته وهل خو ماهم دده په امر سخته هزاره ګان لت پت كړل او هم مې ورنه پيسې تر لاسه كړې . څه سر به دي خوږوم په حكمتيار پسې مو رااخيستې وه خو هغه ډېر ځواكمن ؤ تر دې چې طالبان راغلل هغو ته مو اشاره وكړه چې موږ خو هسي هم ستاسي يو اول حكمتيار ونيسۍ بيا موږ ته اشي خو حكمتيار ډېر چالاك او د لو ى بخت خاوند ؤ ورنه ووت موږ هم چې پوهۀ شو چې طالبان د كابل انګړ ته ننوځې او له ځان سره مو پرېكړه وكړه چې كه طالبان موږ ونيسي نو تسمې به رانه وباسي او اباديوې به رانه واخلې نو مو د يوې مشورې له مخې د اقاي مسعود په پله پل كېښود او خپلې پښې مو سپكې كړې په نيمه ګنټه كې تر تاجكستان واوښتلو څلور ورځې له م نېژې سره مېمانه ؤ له هغه وروسته بېرته افغانستان ته په اسونو راستانه شوو كله چې امريكا وغوښتل افغانستان ونيسي نومې د خواجه بهاؤالدين په سيمه كې مسعود ،رباني ، خليلي ،د كنړ روح الله خان او محقق ته داسي وويل :
ګورئ موږ خو هر چاته معلوم يو چې څنګه اخلاص لرو له خپلې خلاصي ټنډي ن به هم خلك موږ ژوندي وخوري خو يوه ستونزه بله هم شته هغه داچې كه امريكا حكمتيار رامخته كړې نو والله چې بيا داحكمتيار داسي وران سړى دى چې له م چو سره خو به مو وټكوي نو كه زما منئ راځئ چې دغه ټېكه موږ له امريكا نه واخلو چې افغانستان به ورته وركړو طا بان له موږ پرته څوك نه شي ماتولې ځكه ډبره ډبره ماتوي راځئ داكار وكړو پدې مو امنا وسلمنا وكړل او لاړو نو دغه سودا اول ځل ډېره خوږه وه ځكه موږ هم پوره اووه كاله نيستې تېره كړېوه او ۵۰۰۰۰۰۰۰ پنځوس ميليونه ډالر خو بېخي ډېر شى دي خو ستا كور دي په الله ودان شي والله كه دې ظالم فهيم او عبدالله يوه هم راكړې وي بې خرڅه غوندي يې كړم اوس نو دادى داسي حال مې دى چې والله كه مې څوك ملۍ هم بولي هغه ورځ مې د مسعود مړينه نمانځله ډېر خوند يې وكړ او ما هم ځكه وويل چې زموږ ارمان لاندى تر سره شوى چې هغه پېسې يې والله كه راجلاكړې وي او بل داچې يوه ورځ ملالۍ جويا او سيما ثمر راباندي د چپلكو ګزارونه كول زما بخت ښه ؤ ونه لګيدم خيرت شو خو زما ګران مشر ملګرى چې د الاظهر په جامعه كې مې هم ملګرى ؤ او دغه بې پيسو سودا يې هم راسره شريكه وه هغه استاد رباني بيچاره ؤ چې په دا څټ كې ولګېد ېر خوږ شو خو زه دا بايد ووايم زموږ ګران پيغمبر ص وايې من رئامنكم منكراً......الاخ )) نو ماچې هرڅومره سوچ وكړ داحكمتيار نه دى دا حديث كيداى شي دهغه په اړه وي ځكه دا ډېر منكر منكر كارونه كوي كله روس ته ګواښونه كوي كله امريكا ته او كله بياهم په موږ مظلومانو راولګېږي موږڅه كړې دې ماخو په وار وار ويلې دي چې موږ ظلم ندى كړى ځكه خداي ج راته په دويم ځل قدرت راكړى كه هر څومره خوار يو بياهم په لوړو لوړو څوكيو ناست يو هغه د كمونست رژيم يموكراسي خو نده هغه خو بل ډول ډيموكراسي وه داخو بل ډول ده ځكه هغه روسۍ ډيموكراسي وه او دا امريكايې ډيموك اسي ده موږ خو د هري ډيموكراسي خلاف نه يو صرف د هغې ډيموكراسي فلاف يو چې زموږ د ګټو خلاف وي او نړۍ مو راته سور اور ګرځولې ده اوس زه له شرمه ګيره هم نشم لنډولاي ځكه چې كه لنډه يې كړم بياخو مې سيما ثمر او ملالۍ دوي كله د ج ګې خيمې ته نه پرېږدي او كه همداسي پاتي شم ستاسي په ډول به ښكارم چې دا نو بيا زما وجدان نه قبلوي . هي هي هي وا سلا م

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery