دخپریدو نیټه : 2008-10-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
آخ! زړه مې.....
رفيع الله ستانکزی
هو. دا منم، چې دا چې تاسې ورته ګناه واياست، زه ورته په دېرې سپېڅلتيا
ايل یم او تل به يې تکراروم، هو دا مينه ده، چې ما کړې، ستاسې په اند به مينه ګناه وي او سزا به یې مرګ وي، خو م
اته بیا پاچاهي ده او که هرځله ژوندی شم، بیا به هم مينه کوم، ځکه په مينه ايمان لرم او مينه باندې باور
لرم.
اې زما د چم ګاونډ خلکو! خو له مرګ دمخه مې يوه خبره واورﺉ، ځکه چې د مرګ نه وړاندې هر انسان دا حق لري، چې
يو وصيت وکړي، نو زه هم درته دا وصيت کوم، چې له مرګ او سوځولو نه وړاندې زما زړه راوباسی، هغه ځکه چې په دغه زړه
کې يو بل څوک اوسي او نه غواړم هغه وسوځيږي، که مو دا کار وکړ، بیا مې ټوټې – ټوټې کړﺉ او ومې سوځوﺉ، خو چې د زړه
دننه استوګن ته مې درد ونه رسيږي، ځکه چې هغه هلته ځای نيولی او تل به یې همدغلته استوګنه وي.