وایی چی دوه ملګری په یوه دشته کی په سفر روان وو، په څه خبره ددوی تر
منځ یوه لانجه پیښه شوه او یو راپاڅید دا بل یی په څپیړه وواهه.
هغه ملګری کوم چی په څپیړه وهل شوی او خوږ
وی ؤ بی له دي چی څه ووایی دا پیښه په شګو ولیکله.
دواړو یو ځل بیا په تللو پیل وکړتر څو چی یو شینلی ورته مخی
ته راغی دواړو پریکړه وکړه چی په همدغه ځای کی ولامبی .
لمړی ملګری چی په څپیړه وهل شوی ؤ په خټو کی ونښتلو
او نږدی ؤ چی ډوب شی خو دویم ملګري لاس ورکړ او را اوچت یی کړ، وروسته تر دی چی هغه د ډوبیدلو نه وژغورل شو نو
په یوه ډبره یی دا پیښه ولیکله.
دویم ملګری چا چی خپل ملګری په څپیړه وهلی او بیا یی د ډوبیدلو نه ژغور
ی ؤ پوښتنه وکړه.«وروسته له دی نه چی ته ما خوږ کړی تا په شګه کی ولیکل او اوس دی په ډبره ولیکل. ولی؟»
مړی ملګری ځواب ورکړ، «کله چی څوک مونږ ته زیان رارسوی مونږ باید هغه په شګو کی ولیکو چیرته چی د بخښنی
بادونه هغه په اسانۍ سره ورانولی شی. کله چی مونږ ته څوک ګټه رارسوی او نیکی را سره کوی مونږ باید هغه په ډبره
کی نقش کړو چی هیڅ رنګ باد یی له منځه یو نه سی.