مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-24   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

۲۳۷ هلمندي کورنیو ته مرستې وویشتل شوې

۲۳۷ هلمندي کورنیو ته مرستې وویشتل شوې

د کابل په قمبر څلور لاري کې له میشتو هلمندي کورنیو سره د بینوا ویب پاڼي په همکارۍ د یو شمیر با احساسه پښتنو وروڼو مرستي وویشتل شوي. دغه مرستې ۲۳۷ کورنیو ته چې د هلمند له ګرشک،ناوه،نادعلي او د کندهار له ژیړۍ ولسوالۍ څخه دغلته را کډه شوي توزیع شوي. د بینوا ویب پاڼي مسولینو د دغو کورنیو حال له نژدې وڅارل او  د اړتیا سره سم یې ورته نغدي مرستې وویشلي. د یادوني وړ ده چې د بینوا ویب پاڼي په نوښت له دغو اړمنو پښتنو کورنیو سره د مرستې لړۍ څه باندې شل ورځي دمخه پیل شوي او لا هم زمونږ د بهر میشتو افغانانو وروڼو په مرسته او همکارۍ � �وانه ده. هغه کورنۍ چې ورسره دغه مرستي وشوې د لوی خدای له دربار څخه یې ټولو مرسته کونکو ته د ښه صحت،بریالي توب او سر لوړي غوښتنه وکړه. له دې سره د هغو کورنیو شمیره چې ورسره مرستي شوي څه کم ۶۰۰ کورنیو ته رسیږي. د بینوا ویب پاڼي اداره هڅه کوي چې دغو بي وزلو، ناروغانو او کوچنیو مظلومو ماشومانو او د هغوي کورنیو ته نوري مرستي هم را ټولي  او  تر زیاته بریده د هغوي ژوند پرې وژغوري. په ورته وخت کې د بینوا ویب پاڼي مسولینو هر یوه خالد هادي حیدري او میرویس جلالزي د مرستو د ویش پر مهال یو ډاکټر هم هغو خیمو ته وروست چې پکې یو شمیر نا� �وغ ماشومان، ښځي او  د زیات عمر لرونکي سړي پراته ول. دغه ډاکټر د ناروغانو نومونه لیست کړل او ژمنه یې وکړه چې ورته به د معایني او دارو درملو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery