نا دردردرنا
سپين چرګ د تور سپي سره چې دواړه د ساز او موسيقي شوقيان هم وه يو ځای ژوند کاوه او کله کله به يې يوه يوه غبرګه زمزمه هم سره کوله.
چې کاروبار ودريد، دواړو يو موټي شوه او يو ګوند يې جوړکړ او په ټاکونو کي د وينا لپاره مخ په کليو او بانډو شوه. سپي چرګ ته د درناوي په خاطر ډم او چرک بيا سپي ته جاز بانډ وايه!
د سپين چرګ چې ډيری هندۍ غزلي يې زده وې د هو هو ( اذان) پر ځای به يې يوه هندي سندره له خولې راوته، خو اوس يې چې ګوند درلود دا يې خپل رسالت ګڼۍ چي په خپله ژبه هو هو وکړی،ده اوريدلي وه چي چرګان بايد سپيدې مهال هو هو وکړی. خو دی خپله اوس د دي کار مخالف وو، ځکه په خپلو ويناو کي وايي:
که مو زه وټاکلم زه د سپېدې مهال هو هو بندوم!
مالوم به شي!. ګرده همدا وايي.
د کلي په لياره کي پر دوی شپه شوه. سپي چرګ ته وويل:
زه لږ کار لرم ته وني ته وخيژه تر څو چي زه راځم کرار کښينه ګوره چي هو هو ونه کړې ځګه شپه ده چي ويده چغاﻻن را ويښ نه نشي.
چرګ د وني په لوړو شاخو کي وګرځيد راوګرځيد، څوارلسمي سپوږمۍ ته يې په ځير ځير وکتل، تازه هوا وه، نرۍ وږمه چليده، د ونو د پاڼورپيدل خورا خوند ورکړ شاعرانه احساس يې پيدا کړ . ځان يې ببر، غاړه اوږده او مشوکه يې کږه کړه يو ﻻ س يې غوږ ته ونيوۍ د زړه له اخلاصه يې نارې کړه:
او يه قربان هو هو......
ږغ يې چي له پلاره پلاره ښه وو انګازې جوړي کړی:
او يه قربان... يه قر...
هلته نژدې يوه ګيدړه چي هغه هم د ساز او موسيقي ګرګي وه راکښينسته، غوږونه يې بوڅ او غوږ يې ونيوه، په نيمه شپه کې يې بيرمي واوريده، څه خپه غوندي شوه، سر يې وښوراوه، سترګې يې ومښلې، له ځايه پورته او د ږغ خوا ته روانه شوه.
په ونه کې يې تک سپين چاغ چرګ ولېد، بدن يې په ريږديدو شو، نو د وني ﻻندی په دوو ګوتو ودريده يو ﻻس يې پر ملا او بل يې پرغوږ ونيوی او په زوره يې نارې ګړه:
نا دردردرنا، نا در در درنا، نادردردرنا
سبحان الله څه ښه ږغ لرې! خو کرج لږ درنه خطا کيږی يو بل عيب دی دا دی چي په وخت يې نه دی درته مالوم. بيرمی سري ماښام او نيمه شپه بيا د اسا وخت دی!
خير دا کوچني شيان دي.
راځه خدای دي راوله زموږ دسترګو توره سندربوله!
چرګ هم له ونی را تا شو او روغبړ يې سره وکړ
ګيدړی په خپلو وچو شونډو ژبه تيره کړه او ويې ويل:
قدم په ليمو!د تاسو غوندی هنرمندانو بايد قدر وشی !
ډير ښه اواز لری، خو لږ رياضت غواړی! او بل دا چې اسا کرار کرار ويل کيږی داسی چې چا ته شکر خوب ورولی:
داسی: او قربان خدای دی راوله هنرمنده ياره!
چرګ هم تکرار کړه: يا قربان هو هو هو
ګيدړی ورته وويل: خدای دی تا نه قربان وی ما ته ووايه:
ته قربان هو هو
د چرګ د هوهو سره ګيدړۍ په خوند خوند غړۍ واهله او ويل يې:
نا دردردرنا! واه واه مايکل جکسن دی له ته جار شی!
ګيدړی په غلچکی ډول د يخوا هاوا وکتل او له چرګ نه يې وپوښتل:
رښتيا له چا سره راغلی يې؟
چرګ ورته وويل:
دجاز بانډ سره!
ګيدړی ﻻس اسمان ته ونيوی او شکر يې وکړ. او له ځان سره يې ورو وويل:
چې خدای سربسته بانډ چا ته ورکوی بيا نه وايي د چا زوی يې.
بيا يې يو منګی چې هلته پروت وو چپه کيښود اونغمه يې ور سره پيل کړه
چرګ ورسره نارې کړه:
هو هو کاشکي خپل له ياره سره تللی په سفر وای!
ګيدړی په لورينی ورته وويل:
يا دا د ارمان غزله اوس مه وايه اشتياه خرابوی يوه بيرمی ووايه؟
چرګ ورته په حيرانۍ وويل:
تا ويل دا وخت د اسا دی!
ګيدړی په کيشميشی خندا ورته وويل:
هغه وخت ته په ونه کې وې اوس چې راکوز شوی يې توپير نه لری که بيرمی وی که ټوری!
چرګ ناری کړه: دم دم ديګا ديګا....
ګيدړی ورسره ناری کړه: نا دردردرنا! يو سوړ اسويلی يې وکيښ او ويې ويل: اشابوسلې دی له تا جار شی. بيا يې له سترګو له کونجو هاخوا ديخوا وکتل او له ځان سره يې وويل:
دا بانډ څومره وځنډيد او په زوره يې نارې کره:
دو ، لا، سو ،مو ...(لويديز راګ)
سپی له ليری دا لويديز راګ واوريد خوند يې ورکړ نو د ونی خوا ته په منډه شو هلته يې ګيدړه وليده په پوټو سترګو د منګی سره راګ وايي:
دو ، لا، سی ،مو ...(لويديز راګ)
سپی ورته مخا مخ کيناست او دتون سره سم په خوند خوند ورته په کوړنجيدوشو، خو نه ورسره سميده.
ګيدړی د بی سوره کوړنجيدو په اوريدو کرار يوه سترګه خلاصه کړه تور کوټه سپی يې مخی ته ناست وليد وارخطا شو او له ځان سره يې وويل:
تښته زويه!
وغورځيد خو د تښتيدو امکانات يې نه وه نو د کتک نڅاه يې د راګ سره پيل کره:
تک تک ديم تک تک تک ديم او ورسره يې ﻻسونه، پښی او کوناټی خوزول خو د سپی د تندي په ليدو يې د کتک نڅاه په اتڼ واړوله ښی او کيڼی خوا ته يې غړۍ واهله او تاو تاو کيدی اوويل يې :
تا بيا په تور پيکی کي سور ګل ټمبلی دی...
سپی ورو و چرګ ته وويل:
دا هغه مکاره ګيدړه ده چې ما يې نقلونه درته کول!
چرګ ورته ويل : نه دا د موسيقي استاذه ده لويديز راګونه وايي
د دواړو سره شخړه شوه:
ده!
نه ده!
پيل شوه
چرګ ويل: دا زما په ژوند کي لومړی چانس دی چي داسی په لويديز راګو پوه استاذه می موندلې ده. خو ته تل زما ضد وی او يي، په کور کی هم هر وخت تا د ډوډۍ غټی غټی ټوټې را نه ځغلولې خو ما څه نه ويل نور نو بس
سپی چي د ګيدړی مخی ته سپک سپاند شوی وو نو په غوسه وﻻړ او چرګ يې له استاذه سره پريښود چی پرکتس وکړی.
ګيدړی چی په زړه يې يو الله خبر وو کيناسته او چرګ ته يې وويل:
هغه پريږده د هغه څخه کوم شی نه جوړيږی!
او چرګ ته يې وويل: راځه پرکتس وکړو:
ښه ته د الوداع هوهو غزله ووايه!
چرګ نارې کړه:
الوداع هوهو
ګيدړی سر وښوراوه او چرګ ته يې وويل:
سور دی لږ خراب دی ته غاړه لږ رانژدی که چې حلقۍ ژبه دی لږ در پورته کړم.