دخپریدو نیټه : 2009-02-08 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زه نېكمرغه يم
ماريا صديقي
زه دومره نېكمرغه يم چې په شپو شپو د ستورو په للو للو ويدېږم .
كه
كومه شپه ستوري د ورېځو څادرهم واغوندي او ويده شي ، نو بيا هم زه ځان نيكمرغه احساسوم ،ان كه ستورې راته للو ل
و هم ونه وايي.
ته څه فكر كوې ، چې ژمى څه شۍ دى ؟ پسرلى څه شى دى ؟ ژمي ومنله چې پسرلى راغى ، خو ته د ژمي تېرېدل
او د پسرلي راتګ نه منې؟
تېردې د يادونو په سيند كې لاهو كړه.
لاسونه پرانيزه او په ورغوو كې دې وګوره چې د
نېكمرغۍ څومره نښې په كې وينې.
له ژونده لاس مه اخله .
ته يي كه وغواړې او ګه يې نه غواړې د ژوند پېټي ته
بايد اوږه وركړې .
خوښه دې ده چې نن دې څنګه وي؟
سمه ده; هررنګه يې چې غواړې همغسې يي پيل كړه .
خو
يوازې دومره چې هره ګړۍ يې په مينه وپسوله.
كړكى پرانيزه او وګوره چې بهر هوا څومره ښكلې ده؟
هلته
وګوره، هلته... اسمان درته ښايم.
د بوډۍ ټال كې اته رنګه وينې؟
حيرانيږه مه، كه ته وغواړې دا هم اته رنګه
كېداى شي، خو په تا پورې اړه لري.
ته يې غوښتلى شي، بې زړه كېږه مه، له همدا اوسه يي پيل وكړه ،هېڅكله هم ناوخته
نه دى.
د لمر وړانګې يوځل دروبوله،
ډاډه اوسه كه يوځل يي ته دروبولې ، نو بل ځل به هغه تا وروبولي
له با
انه مه تېښته ، پرېږده چې د باران اوبه دې ستوماني يوسي .
زه خو باران ته لمدېږم او لمر مې وچوي، ستا په اړه نه
پوهېږم.
ته هم راشه او لكه زما باران ته ودرېږه ، هرڅه چې په دې تنګ زړه كې لرې ، په چېغو چېغو يې راوباسه. چې زړه
دې تش شي .