د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د مرحوم پروفېسور
محمدعلي ميوندي يو تاريخي اثر د (ميوند فاتح) په نامه چاپ سوى دئ، چي د پښتو ژبي ځوان او مستعد ليکوال، شاعر او
مترجم ښاغلي عبدالنافع ثنا له انګرېزۍ څخه په روانه او سليسه پښتو ترجمه کړى او په ٨٨ مخونو کي په ښه شکل او صح
افت سره چاپ سوى دئ.
په دغه کتاب کي د
افغانستان د معاصر تاريخ د يوې خاصي دورې په باب د کره دلايلو، شواهدو، اسنادو او حوالو په درلودلو سره ډېر تا
يخي معلومات سره را يو ځاى سوي دي. دغه اثر په ځانګړې توګه د ميوند له فاتح سردار محمد ايوب خان څخه بحث کوي، چي
د دې بحث ټول مربوط اړخونه (د افغان او انګرېز دوهم جنګ، د ميوند نښته، د کندهار کلابندي، د بابا ولي جګړه او...)
هم په ډېر کره ډول څېړل سوي دي.
پر دغه کتاب د ښاغلي ډاکټر نثاراحمد صمد لخوا يوه سريزه
هم ليکلې سوې ده، چي پکښي د دې کتاب د ژباړن (ثنا) د ترجمې ښېګڼي، پياوړتياوي او ځانګړتياوي بيان سوي دي. دوى خپله
سريزه د (ژباړي فاتح) په نامه کښلې ده. دغه راز پر دغه کتاب د ښاغلي محقق شېرشاه رشاد له خوا هم يوه کوچنۍ سريزه
کښل سوې ده او پکښي ئې د کتاب او د هغه د ژباړي اهميت بيان کړى دئ.
پورتنى کتاب په کندهار، کابل او کوټه کي پر
اندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
کندهار :
ع
امه رشاد خپرندويه ټولنه
تليفون :
۰۷۰۰۳۲٦۰۱۱
m_rohyal2006@hotmail.com
ارګ بازار
ټول کتاب پلورونکي
کوټه :
صحاف نشراتي مؤسسه - کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۸۱۲٦٦۴۲۳٦
م
کتبه قاسميه - کاسي روډ
تليفون : ۰۰۹۲۳۲۱۸۱۱۳۰۳۸
کابل :
علامه حبيبي کتاب پلورنځی
جمهوريت روغتون ته مخامخ، د
مصطفی هوټل څنګ ته
تليفون : ۰۷۹۹۷
۵۱۵۱ - ۰۷۰
۲۸۹۵۷۷
شرکت کتاب
اه محمد
صدارت څلور لاري
تليفون : ۰۷۰۰۲۹۴۲۷۷ - ۰۷۸٦۰۰۱۵٦۹
بهزاد کتاب فروشي
د کوچه ګلها څنګ ته، نوی ښار
تليفون :
۰۷۹۹۳۲۹۰۹۳ -
۰۷۷۷۳۲۹۰۹۳