دخپریدو نیټه : 2009-02-27 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
مطبوعاتي ژانرونه : په نوم کتاب چاپ شو
ګل شريف هڅاند
ژوناليستانو، محصلانو او په ټوليزه توګه د
ژودناليزم په ډګر کې بوختو کسانو!
دا دی هغه کتاب چې له مودو راهيسې ورته سترګې په لاره واست له چاپه راووت.
دغه کتاب چې مطبوعاتي ژنرونه نوميږي او ډېر ښکلي قطع او صحافت لري، ژورناليست او ليکوال ګل شريف هڅاند ليکی دی
. او د خوست د فرهنګيانو خپلواکې ټولنې خپور کړی دی.
په همدې په زړه پورې اثر د شيخ زايد پوهنتون پياوړو
استادانو، ادبپوهانو او مجربو ژورناليستانو نظريې او محتويات يې خورا بشپړ، غني او ګټور ارزاولي دي.
کتاب د
ليکوال په سريزه چې په ټوليزه توګه د کلمې او دانسان په ذهن او شعور باندې د هغې په اغيز، ژورناليزم څه ته
وايي؟، ژورناليست څوک دی؟، د ژورناليست کار څه شی دی؟، ژورناليزم په ټولنه کې کومې دندې سرته رسوي؟، ژانر يعنې
څه؟ او د ورته کتاب د چمتو کولو لاملونه کوم دي؟
پيل او په پورته برخو کې پوره شته او څيړنه شوي ده.
کتاب د
ې برخې چې لومړی يې خبرې ژورناليزم يانې خبر، مرکه، راپورتاژ او رپوټ ته ، دويمه يې: څيړنيز ژورناليزم يانې څ
يړنيزې مرکې، څيړنيز رپوټ، مقالې، سرمقالې، تصرې، راغلوليوکونو ژورناليستي څيړنه، او مطبوعاتو ته کتنې او د
يمه برخه يې تبليغي – هنري ژانرونو يانې اوچرک او د هغه بېلا، بېلو ډولونو، ساتيريز ژانرونو يانې ظنز او دهغه
وړو ژانرونو ( فيليتان،هجو، تلقيد، ټوکې فکاهي) او نورو ته ګوښی شوی ده.
همده راز په مطبوعاتو کې مرستندوی
ژانرونه او د تلويزيون نوی ژانر(لوبه) هم پوره، پوره سپړل شوی دی.
د يادولو وړ ده چې د ژورناليزم په اړه پخوا
هم آثار چاپ شوي، مهمه دا ده ووايو چې هغوی سره د دې کتاب توپير په څه کې دی:
د دې له پاره تر هر څه وړاندې بايد
وويل شي چې دا کتاب د وتلی ادبپوه ، ژبپوه او مجرب استاد محترم پوهنوال فيض محمد فياض له خوا ټکي، په ټکي، کلمه
په کلمه په ځير لوستل شوی او دکتاب په باب په خپله نظريه کې يې د هغې ځانګړنې يوه ، يوه شمېرلي دي.
برسيره پر دې يې
پر ځانګړنو لاندې ټکي هو ورزياتوم:
0 مخکيني آثار تر ډېره بريده ټوليزه بڼه لېي. د مطبوعاتي ژانرونو يو يا
ځينې سپړل شوی، خو دا کتاب مشخص مطبوعاتي ژانرونه نوميږي، بشپړ او ټولې برخې احتوا کوي.
1 په ډېره ساده،
وانه پښتو ژبه ليکل شوی دی . چيرې چې اړتيا ليدل کيږي مثال رواړل شوی او که په ځير وويل شي نو لوستونک ته هر راز
پوښتنه له حل نه پاته کيږي.
2 د کتاب دريمه برخه او دوه وروستي موضوعات بيخي نوي دي، تردې دمه يې يا چا هيڅ
يادونه نه ده کړي او يايې يوازې دژانرونو نومونه اخيستي دي
نور نو مينه وال کولای شي دکتاب په تر لاسه کولو
او لوستلو سره د اثر سره له نيږدې اشنا شي.
که څوک ليوالتيا لري، نو کتاب کولای شي د خوست په ښار کې دولتي
بانک تر څنګ له عرفان کتابتون څخه په لاس رواړي.