مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-07   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

شف شف، نه شفتالو کتاب چاپ شو

سیدعبدالله ولي زی

د تکړه ژورنالیست او لیکوال زبیر شفیقي خواږه طنزونه چې هر کله یې د افغان ولس دردونه پکې راسپړلي دي، څو ځلې وړاندې هم د کتاب په بڼه چاپ شوي، اوس دا دی یوه بله ټولګه یې د «شف شف، نه شفتالو» په نامه چاپ شوې ده. د شفیقي صاحب دغه طنزي کالمونه چې په ویسا ورځپاڼه کې خپاره شوي وؤ، اوس د کتاب په بڼه رفیع کلتوري او مدني ټولنه چاپ کړل. دغه کتاب چې ټولټال ۷۹ طنزونه په ۱۶۸ پاڼو کې راټول شوي دي، په ښکلي ډیزاین او په ښه ورقه کې چاپ شوی دی. د دې کتاب ډيزاین او کمپوز محمدهارون شفیقي او فرید احمد یوسفزي کړی دی او په سهر مطبعه کې چاپ شوی دی. د کتاب د لومړۍ پوښتۍ په سر کې د ستر اتل او مبارز اواښاد غازي محمدجان خان وردګ انځور او د هغې په وړاندې لیکل شوي: «د غازي محمدجان خان د سيمينار په ویاړ». د دغه لیکنې لاندې «شف شف، نه فتالو» لیکل شوی چې د دغه ټولګې نوم دی. د هغې لاندې طنزي کالمونه لیکل شوي او د پوښتۍ په لاندې برخه کې «محمدزبیر شفیقي» لیکل شوی دی چې د دغه کتاب لیکوال دی. د کتاب په دویمه پوښتۍ کې د رفیع کلتوري او مدني ټولنې نښان دی او د هغې لاندې «د خپرولو لړ ۱» لیکل شوی چې د رفیع کلتوري او مدني ټولنې د لومړني کتاب نښه ده، یعنې دغه کتاب لومړۍ کتاب دی چې دغه ټولنه یې چاپوي. د پوښتۍ په لاندیني کنج کې د ISBN مارک دی. د کتاب په څلورمه پوښتۍ کې له ګل الرحمن همدرد څخه مننه شوې چې د دغه کتاب مالي پړه یې په غاړه اخیستې وه. په کتاب د لیکوال د سریزې پرته د خپرندویې ټولنې یادښت هم راغلی دی.
د دغه کتاب د چاپېدو له امله ټول افغان ولس، رفیع کلتوري او مدني ټولنې او تکړه لارښود او استاد شفیقي صاحب ته زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. اوس زه چې کله د پښتو کتابونو لړۍ څارم نو په اونۍ کې خامخا یو کتاب چاپېږي په دو هیله یم چې دغه اونیز پړاو ورځنیز او حتی تر هغې هم لنډ شي.
په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery