دخپریدو نیټه : 2009-04-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ماډل ګرل
اکټر فيض الله(ثاقب)
نوم مې غوټۍ ده.
په يوه پتمنه کورنۍ کې د يو پتمن مور او پلار څخه زېږېدلې
وم.
لکه د هرچا غوندې زما هم ښکلا ډېره خوښېده.
لوی څښتن هم ډېره ښکلا را باندې لورولې.
پلار مې هم ډېر شتمن وه
.
دا چې د پلار يواځې يوه لور وم نو زما سره ېې ډېره مينه وه.
هېڅکله ېې زما خبره ځمکې ته نه غورځوله.
تل ېې زما د
خوشحاله ساتلو هڅه کوله.
ښکلې جامې ېې راته کولې.
خو د ښکلا سره زما مينې راته تل دا يوه وسوسه راکوله.
هغه
دا چې تل به مې پام وه چې سږکال به ماډل ګرل څوک وي.
او هره جينۍ چې به ماډل ګرل وه نو ما به د هغې په موډ جامې ځان
ته کولې.
دا چې ماډل ګرل به د هندي فلمونو جينۍ وه نو ما ته به هم ځان په هندي جامو کې ښکلی ښکارېده.
دا جامې به
ډېرې نرۍ، تنګې او په ځان پورې نښتې وې.
ډېر ځل به د انسان د بدن هره برخه بېلابېله ترې ښکارېده.
دې پېښې به خلکو او
په ځانګړي ډول ځوانانو ته ډېر خوند ورکاوه.
ځوانانو به راته ماډل ګرل ويل.
ښوونځۍ ته د تګ راتګ په وخت به مې ډې
ځل له ځوانانو څخه اورېدل چې غوټۍ راغله.
ماډل ګرل راغله.
اېشوارای راغله...................
ځنو به دا هم ويل چې اې
وارای لاڅوک ده، ماډل ګرل خو غوټۍ ده.
دا چې ستاينه او تعريف تل د ښځو ډېر خوښېږي نو ما ته به هم دې خبرو ډېره م
زه راکوله.
من من غوښې به مې اخيستې.
خو يوه ورځ مې په يوه اونيزه کې يو مضمون تر سترګو شو.
دا مضمون ډېر
ښکلی وه.
زما او زما د جامو څخه ډېر ښکلی.
دا يو ژوند ليک وه.
د بي بي خديجې (رض) ژوندليک.
هو کې د اسلام د
ستر پيغمبر د مشرې بي بي ژوندليک.
هغه ژوند ليک چې د ظاهري ښکلا سربېره ېې د ښځې په باطني ښکلا ډېر ټينګار
کاوه.
مادي او معنوي انساني ارزښتونه دواړه پکې نغښتي وه.
بهرنۍ او داخلي سپېڅلتيا دواړو ته ېې په يو وخت کې
پاملرنه کوله.
د ښځې د رښتينې سپېڅلتيا څرګندونه ېې کوله.
ښځي ته ېې د يوې سپېڅلې مور، خور او مېرمنې ارزښت و
کاوه.
د غوره خوی او اخلاقو زده کړه ېې ورکوله.
د مضمون په پای کې ېې د مسلمانانو د جامو معيار هم ښودلی
وه.
داسې چې د مسلمان نر او ښځې جامې بايد دومره تنګې نه وي چې د بهر څخه د هغه د بدن غړي انځور کړي.
بايد د جامو
ټوټه (تکه) ېې دومره نازکه نه وي چې ځان ېې ترې ښکاره شي.
د مسلمان نارينه جامې بايد ښځينه او د مسلمانې ښځينه جامې
بايد نارينه ته ورته نه وي.......................
ددې مضمون په لوستلو سره زما په ذهن کې يو بدلون راغی.
يو لوی
بدلون.
سترګې مې وغړېدې.
داسې راته وبرېښېده چې زه لدې مخکې ړنده وم.
ما اېشوارای او د هندي فلمونو نورې
جينکۍ ليدلي خو بي بي خديجه(رح)، بي بي عايشه(رض) ، بي بي زينب (رض) ..................... او نورې مې هېرې کړې وې.
زما خبرو،
جامو او نژدې ټولو کړو وړو د هندي فلمونو د جينکو استازيتوب کاوه خو د اسلام د سپېڅلو بي بيانو هېڅ استازيتوب
پکې نه وه.
هو کې: زه ړنده وم.
تېروتلې وم.
نه پوهېدم.
رښتيا هم که زما په شان زمونږ نورې خويندې د بي بي
خديجې(رح)، بي بي عايشې(رض)، بي بي زينب(رض) او د اسلام د نورو سپېڅلو بي بيانو له کړو وړو او ژوند څخه خبرې شي نو
هېڅکله به د بي دينه هندې کلتور تر اغېزې لاندې رانشي.
په مينه او درناوي.