يادونه : دغه ليكنه له يوې ايرانۍ وېبپاڼې څخه را اخيستل شوې
او وروسته بياله پاړسي څخه پرپښتواړول شوې ده . موخه مې داده ، چې ددې ليكنې معلومات مانه دي راټول كړي يوازې
ژباړه مې كړې اوهغه مهال ، چې ماداليكنه ژباړله زه يې پردې حيرانولم اوله واقعيت څخه مې لرې ګڼله خوښايي حقيقت
ولري.
× ويل كېږي په سامره نومي ځاى كې داسې څاه ، چې ښې خوږې اومزه لرونكې اوبه لري . كه په
نوموړې څاه كې خامه خښته وغورځول شي لوړغږ كوي اوتردرې ګړيو وروسته دنوموړې څاه اوبه په خپلسري ډول ګرمېږي.
× دغه راز په سرنديب نوموي ځاى كې بله څاه ده ، چې كه څوك وركې وګوري دڅاه له تل څخه پركاڼو وي
تل كېږي اوټپي كوي يې . پردغې ګڼ شمېركارپوهانو خپلې تجربې ازمويلي دي خونه دي بريالي شوي ،چې آياددې لامل څه دى
؟ خوځينې كارپوهان بياپردې باوردي ، چې دادم عليه السلام دلورقبردى.
×
دپوشنګ په غره كې دوه څاه وې دي يوه يې داسې ځانګړتيالري ، چې كوم توكى وركې
وغورځول شي بېرته يې را آچوي اوهلته نه پكې پاتې كېږي . همدارنګه بله څاه كې كابوسل زرو كوترو ځالې جوړې كړي دي .دغه
كوترې په عادي ډول آلوزي اوبېرته خپلوځالوته ستنېږي .ددغې څاه بله ځانګړنه داده ، چې كه كوم تناب يې پرسروتړل شي
سم نيمېږي لكه انسان ، چې سم په منځ كې نيم كړى وي .
× داصفهان په غره كې څ
اه ده ، چې ژور والى يې ندى څرګند. ويل كېږي ، چې په نوموړې څاه كې دتيموريانو په وخت كې يوكوچينى ماشوم وغورځول
واوموريې ډېره پسې ځورېده .دغه رازويل شوي دي ، چې هغه مهال يوپروژنه محكوم شوى كس دغې څاه ته راوستل شواوهغه يې
په يوځنبېل كې كښېناوه اوپرډېرو اوږدو پړويې ځنبېل وتاړه اوڅاه ته يې وركوز كړ.بايد وويل شي ، چې نوموړى ځنبېل داوه
ورځوپه موده كې دڅاه يوې برخې ته ورسېده يانې دومره اوږده پړي وه ،چې په اوه ورځوكې ايله تمام شول . نوموړي ته
يې څودانې تيږې هم وركړې او ورته وويل شول ، چې كله پړي خلاص شول اوځنبېل په څاه كې ځوړندپاتې شودغه تيږې ښكته وغو
ځوه او غږته يې غوږ ونيسه ، چې څومره وخت كې دڅاه تل ته رسېږي .ده همداسې وكړل تيږې يې وغورځولې خوبيايې هم غږوانه
ورېده .
× په دامغان كې داسې يوه څاه ده ، چې كه څوك دهغې اوبه وڅكي
دنسناستې پرناروغۍ اخته كېږي .اوكه يې اوبه بې ځايه يانې كوم بل ځاى ته يوسي په وينو اوړي . اوكه چېرې ډېرې لرې يو ړل
شي هغه وينې پرتيږوبدلېږي.
× په هندوستان كې هم داسې يوه څاه ليدل شوې
ده ، چې اوبه يې روانېږي اودلارې په اوږدوكې دوه ځايه كېږي . ديوې خوا اوبه يې شين رنګ خپلوي انساني ژوندته ګټه
اودبلې خوا اوبه يې ژېړې غوندې شي او انسان وژني.
× اودتبت په سيموكې
داسې څاه ده ، چېت تركي ، هندي ،عربي او ... غږونه اونغمې اورېدل كېږي . خوكه باران وه اورېږي هغه مهال يې نغمې او
غږونه په ټپه درېږي اوكله ، چې باران ودرېږي بياپيلېږي.