دخپریدو نیټه : 2009-04-21 مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل
افغان دکرکیټ ملي لوبډله به نن ننګرهار ته روانه شي
جبارخیل
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله
کابل ته له رارسيدوسره سم ننګرهارپه لورروانيږي.
پرون سهاردافغانستان دکرکټ اتله ملي لوبډله دکابل
هوايي ډګرته راورسيده،خوپه هوايي ډګر کې چې څنګه يې تمه وه هغسې بدرګه نه شوه یوڅودګوتوپه شميردولسي جرګې
استازي ورغلي واو ددولتي چارواکوله ډلې څخه يوهم نه وتللى دکرکټ دملي لوبډلې يوتن لوبغاړي بينواته وويل چې
دوي غواړي چې ختيځ ولايت ننګرهار ته لاړه شي لوبغاړي زياته کړه چې دننګرهاريانوله ډيرمينې څخه چې دوي کله په
سويلي افريقاکې په لوبوبوخت وي ديرې خوشحالۍ کړي دي نودوي اوس غواړي چې دمشرقي له ځوانانوسره خپله خوشحالي ش
يکه کړي .ياده دې وي چې دسويلي افريقاپه سياليوکې افغان لوبډلې په يوه ورځنۍ سياليوکې پنځم ځاې اوپه نړيواله کچه
پنځلسم ځاې ترلاسه کړ.دافغان ملي لوبډله اوس کولاې شي چې له پرمختللولوبډلو دبيلګې په توګه استرليا،انګلستان
،پاکستان،هندوستان،سريلانکاسره لوبې وکړي.افغانستا ن ملي ټيم که څه هم چې دکرکټ د٢٠١١ کال نړيوال جام په
سياليوکې دګډون چانس له لاسه ورکړ،خودکرکټ ديوورځنيونړيوالوسياليوکې درجه ترلاسه کړه.