مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-06   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

خوږې انجلۍ!

شکران خالد
خوږې او ورېښمينې انجلۍ!
نن مې بيا وليدې! ډېره ښکلې ښکارېدې،د شاعرانو غونې مې ډېر الفاظ په ذهن کې تاو را تاو کړل،خو لامې هم داسې الفاظ او توري نه دي پيدا کړي چې ستا د ښکلا انځور پرې وکاږ م.
ګرانې!! زه نه پوهېږم چې ولې دې په ليدو خوشاليږم ته به پوهېږې او کنه؟ له کومه وخته مې چې ته په لوړي ځل وليدې نو له ماغه وخته مې حافظې  همدا انځور کښلى.
سترګې او زړه مې تل تا رايادوي. زړه خو مې داسې درپسې ناکراره وي او ټوپونه وهي وايم چې اوس به لاندې پر ځمکه رانه وغورځيږي.
او د سترګو خو مې چې نوره چاره وه شي نو د مرغلرو په شان د سپينو اوښکو سېلاب را خوشې کړي.ته په هغهې وخت کې نه يې چې زما حال وګورې او خپله پرېکړه وکړې.
ته چې کله ما ووينې او ماته راګورې پوهېږې زه څومره خوشالېږم خو ما لا درته سم کتلي نه وي چې ته بيارنه مخ واړوې.
ه دې په يو ديدن دا ټوله دنيا لوګى کولاى شم خو ته زما يوه شېبه انتظار هم نه شې کولاى؟.
ته په دې پوهېږې چې زما خوښېږې؟
څنګه مې خوښېږې او څومره مې خوښېږې؟
زما ګرانې!! دا تاته اوس زه نه شم ويلاى چې زما څومره خوښېږې او ولې مې خوښېږې؟ خو تصور نه کوم که دومره پرچا ګرانه يې...
زما پر زړه مېشتې پښتنې!! زه نه پوهېږم تاته څنګ وويام چې زما خوښېږې او درسره م ينه لرم...
ته به خبره  نه يې خو زه هره شپه له سپوږمۍ او ستورو سره ژاړم او ستا د حال پوښتنه ترې کوم.زه ټوله ورځ ستا له دوه خمارو سترګو له ليدو پسې اوشپه له اوښکو شوګيرو او ستا له خاطرو سره تېروم.
زه شاعر نه يم خو ي ين وکړه چې اوس به مې شاعر کې په ټوله عمر کې مې شاعران نه خوښېدل خو اوس مې يواځې ستا په خاطر خوښيږي. چې په هر ښکلي شعر کې يې تا وينم او له تاسره په کې خبرې کوم.
خو تا يوه ورځ هم ماته د مينې په نظر ونه کتل يوه ورڅ دې هم ماته ا ام اوسکون ونه باښه.
زه ستا د دوه خبرو په ارمان يم خو تا کله هم زما ارمان ته په درنه سترګه ونه کتل.
اى خوږې او وريښمنې جلۍ!! ته به په دې نه پوهېږې چې زه له تاسره مينه لرم خو اوس پوه شه!!!
زه پوهېږم چې ته به هم له م اسره مينه لرې  خو لکه زماغوندې به چل د اظهار نه درځي.خو نن زړه وکړه،جرئت وکړه ...
هسې نه چې د تل لپاره مې په زړه ستا د مينې داغ پاتې شي.
خوږې شېرينې!! ته به پوهېږې چې ستا مينې څومره په زړه نرى کړى يم په تش يوې پښتنې ټپې هم ژړا راځي.
او هغه د دروېش دراني خبره خو مې باالکل عملي کړې لکه چې وايي:
بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

ننګرهار
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery