تاسو د خرڅلاو لپاره بېلابېل توکي لر ئ او غواړئ په دې ځان پوه کړئ چي کوم یو یې نسبت و بل ته ډېره ګټه کوي؟ د دې پوښتني دځواب لپاره له (Conditional Formatting) بولۍ (کمانډ) څخه کارواخلئ .
۱:- په یوه نوې کارپاڼه
(WorkSheet) کي د A په ستون کي توکي ، دهغه په مقابل ستون (B)
کي دهغوی قیمتونه او دقیمتونو په مقابل ستون (C) کي دخرڅلاو قیمتونه (هغه قیمتونه چي له
مخي ئې تاسو غواړئ خپل توکي د خرڅولو لپاره بازار ته وړاندي کړئ )
.
۲:- لاندي بېلګي ته په کتو سره له D2 حجرې څخه
نیولې بیا تر D6 حجرې انتخاب او دغه فورموله ( =1-(B2/C2)) ټایپ کړئ .
۳:- په یوه وخت د Ctrlتڼۍ په نیو لو سره د
Enter تڼۍ کښېکاږئ
.
۴:- له فورمټ غورنۍ (Format
Menu) څخه د Conditional Formatting بولۍ (کمانډ)
انتخاب کړئ .
۵:- دکړکۍ په څرګندېدو سره د Condition 1 لاندي خوښ مېنو (Drop Menu) څخه Formula Is انتخاب او په مقابل کي یې دغه فورموله (=D2=MAX ($D$2:$D$6)) ټایپ کړئ .
۶:- پر فورمټ
(Format) باندي ټک او د Patterns Tab په ټاکلو سره یو رنګ له Color برخي څخه خوښ او د
ok پر تڼۍ کلیک وکړئ .
بېلګه :
یادونه : دمحاسبې ته وروسته د Product 3 توکی نسبت و نوروتوکو ته ډېرګټور تمامیږي ، څرنګه چي وینئ د Conditional Formatting په مټ ئې رنګ هم توپير لري.