دیوې پروژې د بشپړېدو فیصدي مالومول
دیوې پروژې د مدیریت او سمبالولو لپاره ډېره اړینه ده چي
دهغې د تکمیلېدو فیصدي مالومه کړئ .
دیوې پروژې
فیصدي په لاندي ډول مالومولاى سئ .
۱:- په یوه کارپاڼه ( WorkSheet) کي د A، B
او D په ستونونو کي لاندي امتوک (Data) او یاهم خپل دخوښي وړ امتوک ټایپ کړئ
.
۲:- د E2 حجره انتخاب او دغه فوموله
(=B2+B3) پکښي وکاروئ
.
۳:- د E3
حجره انتخاب او دهدف شمېره (۲۰۰)
پکښي ټایپ کړئ .
۴:- د E5 په حجره
کي دغه فورموله (E3-E2=) ټايپ كړئ ترڅو د مخکني تولیدسويو توکو او د ټاکل سوي هدف
ترمنځ (چي باید تولید سي) توپير پیداکړئ .
۵:- د ناتولید سویو توکو فیصدي په E6 حجره کي
ددې فورمولې (=1-E2/E3) په مټ لاس ته راوړئ
.
۶:- د E8
حجره انتخاب او ددې فورمولې په ذریعه ( = 100%-E6 ) دتولید فیصدي محاسبه کړئ .
برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com
یوسفزی - هرات