لاندي کار
پاڼه (Worksheet) دتولیداتو لپاره د پلان څارنه ښکاره کوي چي د ټاکل سوي تولید
کچه په ورځ کي ۱۵۰۰ دانې په نظر
کي نیول سوې. ددې لپاره چي دورځني تولید پلان وڅارئ نو تاسو ودې لاندي لارښووني ته
ابولم .
۱:- د B1 حجره انتخاب او د ټاکل سوو تولیداتو لپاره شمېره (چي دلته موږ ۱۵۰۰ په نظر کي نیولې) ټایپ کړئ .
۲:-
له C4 حجرې څخه نیولې تر C11 حجرې پوري
انتخاب او دغه فورموله ( =B4/$B$1) پکښي
وکاروئ .
۳:-
د فورمولې د ټایپولو وروسته د
Ctrl تڼۍ ونیسئ او د Enter تڼۍ پسي کښېکاږئ .
۴:- له فورمت غورنۍ (Format Menu) څخه د Cells بولۍ (کمانډ) انتخاب او وروسته پسي د
Number Tab ټوپ انتخاب کړئ .
۶: - دPlaces Decimal مخي ته دوه (۲) عدد راوړئ
.
۷:-
د Ok تڼۍ ووهئ .
برېښنالیک پته : techafghan@hotmail.com
یوسفزی - هرات