مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه له چاپه را ووتل

پاڅون

په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه د هغه کوچني کتاب نوم دى چي په دې وروستيو کي  چاپ او خپور سوى دى . ياد کتاب چي ليکوال او چمتو کوونکي يې هلمند ميشت ف هنګپال الحاج محمد اسماعيل شريعت يار دى  د خپل دې کتاب په ٥٨ مخونو کي يې د ٢٤ بيلابيلو شاعرانو ژوند يکونه ، شعرونه او عکسونه په تر تيب سره اوډلي دي ، په هلمند کي ټوکيدلي ګلونه په نوم کتاب په هلمندکي د بُست فرهنګي ټولني په مالي لګښت په زرو ټوکو کي چاپ سوى دى ، د کتاب د ډيزاين او کاغر کيفيت يې نسبتاً ټيټ دى د کتاب يکوال په دې اړه وويل (( د د ې کتاب د ټيټ کيفيت يوازنى علت   د چاپ ځاى لري والى دى چي موږ نسوه کولاى هغوى ته خپله خوښه ورسوو )) شريعتيار دا هم وويل چي دوى ددې کتاب په چاپولو کي د تير په څير اقتصادي ستونزي نه لرلي . د کتاب ليکوال محمد اسماعيل شريعت يار ددې کتاب په اړه دا هم وويل چي دا کتاب درې برخي لري چي دوه ټوکه به يې نور هم ډير ژر چاپ سي . د يادولو ده چي تر دې مخکي د هلمندي شاعرانو لپاره ځانګړې کومه تذکره نوه موجوده .
ددې کتاب سره د شريعت يار د تاليفاتو شمير دريو ته و رسيد مخکي له دې نوموړي ( لاهو يادونه ) شعري ټولګه آو ( زوړ افق نوې رڼا ) د نقشبديه طريقې د صوفيانو تذکره هم چاپ کړېده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery