مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-27   مخپرونکئ : کوچۍ

تر ټولو ستره الوتکه

کوچۍ

 ٢ د غويی ١٣٨٤

 

Airbus A380 landingهوايي بس  اې ٣٨٠ د کښته کېدو پر مهالبي بي سي : د بشر د الوتنې په تاريخ کې تر ټولو ستره الوتکه  اې ٣٨٠ خپله ازمويښتي الوتنه نن تر سره کړه او د فرانسې د تلوس په سېمه کې خوندي راکوزه شوه.

 

دې الوتکې ته چې په ازمايښتي وسايلو سمباله وه او شپږ تنه عمله يې لرله  په زرګونو خلک راټول شوي و او د الوتکې د الوتنې دنندارې  په مهال يې د خوښۍ څرګندونه وکړه .

 

The A380 crew after landing in Toulouseد نړۍ د ترټولو غټي الوتکي امله د لومړۍ الوتني څخه تر راستنېدو وروستهدا الوتکه به په راتلونکي کال کې خپلې الوتنې پيلوي . دا دوه پوړيزه الوتکه چې په اروپا کې ډېزاين او جوړه  شوی ده ، د اتو سوو مسافرو لپاره ځاي لری .

 

خبريالان واي چې دغه الوتکه به د اروپايې آيربوس او امريکايې بوينګ تر منځ سيالي چټکه کړی.

 

                    

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery