مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اېنديانا؟

سپوږمۍ ملكزى


اېنديانا د امريكئ اصلي اوسيدونكي ؤ. دوۍ ډېر ښه خلك ؤ. د طبيعت سره ېي ېره مينه وه. خپله استوګن سيمه ېي د خداى د غوښتنې سره سم د طبيعي ښكلا په مستۍ كې ساتله. د ونو او ګلانو په اننګو كې د رښتيا رنګ ښكارېده. دا مغرورى ونى بيا هم مسكېدلي. دوۍ له، دطبيعت كاڼي او بوټي لكه د خور او ورور په شان ګ ان ؤ. د اېنديانا بله ځانګړتيا داوه چې خپله خاوره ېي چاته نه پرېښوده، او هم ېي خپل مړي په اصلي ټاټوبي كې خاورو ته سپارل.
كله چې امريكه د كرستوف كولمپ له خوا كشفه شوه نو د اوروپا څخه ډېر سپين پوټكي امريكى ته ولاړل، دا ځكه چې د هغوۍ سترګى لا د اوروپا په شتمنيو باندې مړې شوي نه وى. كله چې دوۍ امريكى ته ورسېدل، نو بيا ېي د اېنديانا سره لاس په جنګ پورى كړ. اېنديانا ډېر مقاومت وكړ مګر اوروپايانو چې د صنعت نه بده استفاده كړيده ، په خپلو م ودېرنو وسلو سره ېي بيا هم د قوي اېديانا قوت مات او ډېر ژوبل ېي كړل. شتمني ېي ورله تالا كړه. وروسته لا بيا ښې ځم كى ېي هم ترې واخيستلې او دوۍ ېي شړو ځمكو ته وشړل چې هلته هيڅ هم نه كرل كېدل. بل ظلم ېي په دى بېوزلو دا ؤ چې بچيان به ېي ترى د اوه كلنۍ نه وروسته اخستل او د مور او پلار نه ډېر لېرې په ښوونځيو كې شامېلول، او بيا به نو تر ېويشت كلنۍ پورې ېي خپل مور او پلار نه شول ليدلى.ددوۍ ښوونكي هم سپين پوټكي ؤ. ددې د پاره چې د خپل نژاد او كلتور څخه ېرې پاتې شي، د خپلواكۍ له احساس څخه ېي لېرې ساتل، چې د اېنديانا د يوالي مخنيوى وشي. كله چې سپين پوټكي ددى خاورى اوسيدونكي شول، طبيعت د صنعت او عصريت د لاسه مرور شو. د مغرورو ونو په اننګو باندې اوښكى روانې شوې، ګلونو كه ژبه لرلاى نو په كړيكو به ېي ژړلي واى.

د اېنديانا د پاچا وروستۍ خبره خپل ولس ته دا وه:
كه وروستى سيند زهرجن شي، او وروستۍ ونه له منځه ولاړه شي، او ورستې كب (ماهي) ونيول شي، نو دوۍ له به ښكاره شي چې پېسى نه خوړل كيږيّ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery