مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ده هم ښار نه آبادیږی

محمود نظری

هرې خواته لوی او کوشني  له یوه سانتي متره تر سلو مت ه  سربداله ونکي انځورونه  ځړېدل ،چا چارخول لرونکی لونګی وهلې وه  او چا  لا خولۍ د مازیګر پر ځای ایښې وه ؛ چا په خپلو شخو بریتو   مچان تړلي  وه ؛ د چا له  بریتو  غوړي څڅېدل او د چا غو ږونه ځړید   ...
د چا زړه نه کیده  ان یو واري هم هغوی ته  وګوري.
عجبه لا دا ځینې ډاکټران وه او ځينې يې  په( ع ) او( غ ) نه پوهېده تا چې ویل حلوا وېشل کیږي، چې هر څوک ورته راغلی دی.
   د ښار په   هر کونج کې زور بازي او  ډله بازي وه  هر یوه نارې وهلې :

زه شاه شجاع یم!
 چا د خپل  پلار او نیکه صفوتونه کو ه؛ چا د خپل چور او چپاول شعرونه  ویلّ؛ چا ځان ته په طنز ښکنځل کوله اوچا بل ته  تانې ورکولې ایله غرتي واني وي
 د یو ې ډلې خوا ته ورغلم داسې برېښيده چې خلک يې نوی  د اصحاب کهف  له خوبه را وېښ کړي وي ټو و  سترګې موښلې
 کاندید چې ږیره يې  چټه وټه  وهلې وه    توره نکټايي يې    د م ادونا  په انځور لرونکی انګیا پر سر غاړې ته اچولې وه
 جاکت يې تر ملا تړلی  او لکه د تور بازار ټکېټ پ ورنکی  اتل پر یو څوکۍ ولاړ او ویل يي :لس په شل ، پینځلس په سل...

ښه غوږ می ونیوی هغه ویل:
زه  نوی اسلامي نظام جوړوم
او د  خلکو په احساساتو کې يې ویل :
 زما عقیده لکه زما  اودس ټینګ دی زه ان په یو ادوس  پينځوس لمونځونه کومه،  باور وکړې که  ما وټاکئ زه به دا درته ثابته کړم چې ما غوندې بل څوک دا هیواد نه شوای علیها سافلها کولی  زه به هغه له  ناوړوپېښو څخه لکه  خپل اودس وساتم 
 د عم وستورو شمیرنکو خلکو زړه نا زړه  په وتلو سترګو و دې غیرتي  اونامي کاندید ته کتله
 په دې وخت کې  یوه نار ی کړه  : وړونو راځي  د لمانځه وخت دی .خلکو دا ټکره اودس ساتونکی  مخي ته کړ

 هغه په لم انځه کې د «الحمدالله »وروسته د کوثر سوره  ولوستله خو اخیر توری (  ابتر) یې هیر شو
 لومړي مرستیا   يې غاړه صافه کړه  او فتحه يې  ورکړه:« إِذَا جَاءَ

هغه سر وښوراوه او ویل يي: نه!
دویم مرستیا   يې فتحه ورکړه: «تَبَّتْ يَدَا »

هغه بیا  سر وښوراوه او ویل يي: نه!
له مقتدیانو نه یو بل فتحه و کړه :

ِ« لأَبْتَرُ  »

هغه وخندل  او وویل يې:   تا وزیر کومه د معروف او منکر الله اکب
په سجده کې په چرت کې شو چې ولې يې خپله کابینه وښووله په  نس کې يې اور غورځونکی  غر په جوش راغی او غوړم يې شو

 دهغه  رنګ والوت او غوڼې  يې وتښتیدل
او همداسې په چرت کې وو چې اوس څه وکړی  تر شا يې یوه ناری کړل:

 ولاړیږئ هغه بل ډکوي
ووت ورکونکو سلام  وګرځاوه، پټوان يې وڅنډل او له ځانه سره يې ویل :په ده  هم دا ښار نه آبادیږي.
هغه همداسې د سړک په منځ کې  یوازې په سجده پاته شو او ټوله ترې ولاړه

رښیتا هم  هغه بل ډکاوه؟!!!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery