مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-19   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

غره ختونکي دهندوکوش څوکو ته دختلو هڅه کوي

میرویس جلالزی

میرویس جلالزی


یوه ډله افغان او فرانسوي غره ختونکي یا کوه نوردان تکل  کوي چې د هندوکش د مستو غرونو نوشاخ څوکې ته وخیژي.
دغه څوکه د م ځکي له سطحې څخه ۷۵۰۰ متره لوړه ده .

د نوشاخ څوکه د بدخشان په واخان  کې پرته ده چې شمال ته یې تاجکستان او ختیځ ته یې چین پروت دی
دغه څوکه د غره ختونکو لپاره هغه هدف ټاکل شوی چې دوي باید له څو کلونو وروسته ور پورته شي او هلته د افغانستان سور، شین او زرغون بیرغ ورپوې.
 
د نوشاخ څوکه د لومړي ځل لپاره په شپیتمه سیزه کې د جاپاني غره ختونکو له خوا فتح شوه .

که چیرته دغه ډله د نوشاخ  په څوکو پلي شي نو دا به لومړی ځل وي چې افغان غره مزلي د هندوکش دغې لوړي څوکې ته  ځانونه رسوي.

ویل  کیږي چې تر راتلونکو دری څلورو ورځو به غره مزلي  دغې څوکي ته ورسیږي او دغه  مزل ۱۵ ورځي دمخه پیل شوی دی.
د دغه کسانو د ختلو موخه هم دا ده چې نړیوالو ته د سولې پیغام ورسوي او  افغانستان ته د سیلانیانو پام را  واړوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery