مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کې جي بي په افغانستان کي کتاب چاپ شو

هادي

"کې.جي.بي په افغانستان کې" د يوه روسي ديپلومات او د KGB د څارګرې ادارې باوري غړي (واسيلي ميتروخين)، چې وروسته يې لويديځ ته پناه يووړه، هغه مستند اثر دى، چې په افغانستان کې د کي.جي.بي خونړي شيطاني پلانونه، کړه وړه او جګړې افشا کوي. دا مستند اثر د ظاهر شاه له سلطنتي دورې نه نيولې د ببرک کارمل تر وخته هغه يو لوړ ورانکاري، سبوتاژونه، چاودنې، جګړه ييز پلانونه، ترورونه او جګړې په ګوته کوي، چې KGB په افغانستان کې پيل کړي ول.

د میتروخين دا کره ليکنه ښاغلي رحمت آريا، چې په کانا ا کې د پردېسۍ ژوند تېروي، په کره او خوږه پښتو ژباړلى او په ځينو پېچلو ځايونو کې يې لنډ، لنډ توضيحات هم ليکلي دي. همدا راز د ژباړن کوم هنر چې ددې اثر د ژباړې په کار کې ښه ځلېږي، هغه دا دى چې ژباړه يې داسې ده لکه چې دې (ژباړن) پخپله دا اثر ليکلى وي، چې په دې توګه د ژباړې او ليکنې ترمنځ ډېر واټنونه رالنډوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery