دخپریدو نیټه : 2009-08-04 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
هېڅ نشم کولای
هېواد همت
فکر مې کولو چې پدې کې به ډیر وخت تير شي، او داسې عادل قاضي به زه چيرې
پيدا کړم، چې ما بې ګناه ثابت کړي، که څه هم حقیقت همداسې وه چې زه بې ګناه وم ، خو بیا هم پدې باوري نه وم، که
چېرې بې ګناه هم ثابت شم، نو زما د بې ګناهی اواز به تر تا څوک درسوي، ځکه هغه څوک چې تا ته پيغامونه دروړي، هغه
ټول زما رقیبان وه، او بله دا چې دا راته هيڅ په خیال کې هم نه راتله چې تاسو به دومره اسانه او ساده ماتي خوری،
او په خپلو کړو به پيښمانه شی.
خو دا چې اوس تاسو د ماتې په ميدان کې وينم، او فریاد کوی، نو یقین وکړه چې
دومره درد مې زړه هغه وخت هم نه وکړی کله چې تاسو زه يو ناقابله انسان بللی وم، اوس مې زړه ستا د هر فرياد په او
يدو داسې خوږيږي، چې د زړه سالمه برخه مې په زخم او زخمي برخه مې په ناسور بدلیږي، خو ګومان کوم چې اوبه له
ورخه تیرې دي، او پيښماني دې اوس هيڅ ګټه نلري، ځکه چې زه هم په ډير کم وخت کې ستا ناکړدو داسې له پښو وغورځولم چې
اوس هيڅ د پاڅيدلو نه يم، د چا مخ نيولو نه يم، اوس زه په مکمله توګه وران شوی يم، بس د هر ارمان د ځنکدن سلګو
ته مې غوږ غوږ يم چې کله به ساه تر ې خيژي، نو هيله کوم چې ما غلط درک نکړی ، او معذورت مې ومنی ، ډیره بښنه غواړم،
اوس هيڅ نشم کولای.