له ډېرې مسافرۍ وروسته وطن ته راغلم كله چې د كابل هوايي
ګر څخه را ووتم لومړى مې په يو غټ تصوير سترګې ولګېدې چې په يوه فلزي لوحه را ځوړند شوى و.
د تصوير په
لمن كې ليكل شوي و ( قهرمان ملي كشور شهيد .... ) له ځانه سره مې وويل : هغه د چاخبره ، اوس يې خوند وكه ، خوله يې
هم نه خوږېږي . يوه ورځ مې راډيو ته غوږ نيولى و ، يوه زړه سواندي خبريال راپور وركاوه او د ... ولايت د وا
ي په ستاينو او لقبونو يې شروع وكړه ، د سنګر زمرى جهادي قومندان دشهيدانو د كورنۍ استازى د ولسمشر م
اور او د ... ولايت والي . خپلو ملګرو ته مې وويل : دې د نر بچي هم لكه چې په چاپلوسۍ كې ښه ډيپلوم اخيستى دى
.
خو چې هر څومره مې په كابل كې وخت تېرېده د لقبونو ماشين هم ښه په درز كې كار كاوه او هره ورځ يې نوي ، نوي ل
بونه بازار ته عرضه كول په دې لړ كې يو څو په زړه پورې لقبونه هم بازار ته راغلل ( افغان ستورى ،د بيارغونې ات
، خنده سالار، مارشال ...) .
شپې او ورځې ډېرې په چټكۍ سره تېرېدې د ټولټاكنو موده را ورسېده خپل ځان
مې د ولسمشرۍ څوكې ته ونوماوه . ما لا خپل تيار ى نه و نيولى چې د كابل په ښار كې د كوم دروغجن خبره جريب ، جريب
ټاكنيز انځورونه ولګېدل او ډيرى كسانو بيا هم ځان خپل ځان ته د لقبونو په وركولو سره خپل انتخاباتي انځو
ونه په لقبونو ډك كړي و ، د ملي يووالي سمبول ،د ملي شوړه مار ملګرى ، ډودۍ خور ،برګ سترګى ، پيخ سترګى ، نابغه
، سور سترګى ... او ځينو خو لا په لقبونو بسنه كړې نه وه او ځانونه يې ملي څېرو ته منسوب كړي و . ددوى په وينا چې
دا كسان ( از خيش هاى ما خيش هايش است )
ما هم خپل ځان له سيالانو سره سيال كړ او د خپل نوم سره مې په شم
ار لس لقبونه ور غوټه كړل او په خپل انتخاباتي تصوير مې خپل بشپړ نوم داسې وليكه ’’پتې ګل
كوتر باز چرتي منتظر نوم نښان خيرات بلد هډوكى فراموش بادشاه “ .
ستاسو د رايې په هيله
.