لکه څنګه چې تاسوپه پورتنۍ څیره کې ګوری Preferred DNS هم
دTCP/IP یوه برخه ده په دې مانا چې که تاسوغواړی کمپیوټر مو له انټرنیټ اونورشبکو سره ونښ
ي نواړینه ده چې دغه کمپیوټرباید دDNS
Server وپیژني که نه نو نه شي
کولای خپل نوم په IP ادرس واړوي اویا دبل کمپیوټر نو اوIP
ادرس سره وژباړي . دپورتنیو خبرو په پام کې نیولو سره اوس به وګورو چې کله مونږ یوه ویبپاڼه ګورو نو څه کیږي
؟
کله چې مونږدیوې ویبپاڼې URL ته ځو اوغواړو چې
داپاڼه وګوروکله چې مونږ دویب پاڼې ادرس په انټرنیټ ایکسپلورر کې ولیکو نو کمپیوټر پوهیږي چې ځانته داکار نشي
کولی نو له همدې امله دخپلTCP/IP له برخې څخه چې په
پورتنی څیره کې ښودل شوي دDNSدسرورIP ادرس معلوموي اودغه URL هماغه DNS سرور ته لیږي ترڅو په IP ادرس یې وژباړي . دغه سرور له خپل ځان سره یو جدول لري دغه URL په هماغه جدول کې ګوري چې کوم IP اد
س ورته شته که نه ؟کله چې دURL دIP ادرس په جدول کې پیداکړي نو دغه ادرس دهماغه کمپیوټر انټرنیټ ایکسپلورر ته لیږي . اوایکسپلورر
بیاهماغه ویبپاڼه راپرانیزي . اوس که چیرته دغه DNS سرور په جدول کې
ددغه کمپیوټر یا ویبپاڼې لپاره دIP ادرس شتون ونه لري نوبیا
کیدای شی دغه جدول کې ددغه ویبپاڼې دIP ادرس نه وي ځکه انټرنیټ ډیر لوی
اونشي کیدای چې دټولو سایټونو ادرسونه دې په دغه جدول کې ځای په ځای شي ځکه په نړۍ کې په ملیونونو سایټونه دي اوهره ورځ نوي ، نوي جوړيږي .نو همدادلیل دی چې دغه سرور بیا خپل
DNS سرورلري اوله هغه څخه دداسې ادرسونو په هکله پوښتنه کوي اودالړۍ
همداسې غځیدلې ده تاسو ته به پوښتنه پیدا شي چې ولې داټول په یوه سرور کې نه دي جوړشوي ؟ نو دلیل یې دادی چې داسې س
ور چې دټول جدولونه پکښې ځای په ځای شي ډیر غټ ظرفیت ته اړتیالري یاني بې دریغه رم ، هارډیسک
اونور څیزونه او بل داچې هغه یو سرور هرڅوک کولی شي هک کړي اوهرڅه له منځه لاړشي . پس ددې پرځای چې یو سرور
تون ولري دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې سرورنه شته .همداراز یو سازمان په نړۍ کې شتون لري چې دInternet Corporation for Assigned Names and Numbers(ICANN) په نوم یادیږي دغه سازمان دهغوټولو
Domains چې په انټرنیټ اونړۍ کې شتون لري دثبت اوراجسټر کولو چارې په غاړه لري
.
لکه څنګه چې تاسو ولیدل چې دیوه نوم ژباړل IP ادرس ته ډیر ې مرحلې لري نو
ددغو مرحلو دراکمولو اودوخت دضیاع دمخنیوي لپاره دCache څخه کاراخستل کیږي دغه کار
دانټرنیټ دتیزوالې له کمښت څخه مخنیوی کوي .
په سپیڅلې کلیواله مینه .
ډاکټر ثواب الدین مخکښ