میرویس جلالزی
د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې تیره ورځ له هالنډ سره په زړه پوري لوبه وکړه او خپل دغه کوربه رقیب یې له خپلې مخې لري کړ.
په دغه یوه ورځنۍ سیالۍ کې د هالنډ لوبډلې په پنځوستو هاورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۳۱ منډي یې جوړې کړي خو افغان کرکیټبازان بیا وتوانیدل چې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۳۲ منډي جوړي کړي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله له هالنډ څخه تر را ستنیدو وروسته د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د سکاتلند له ټیم سره هم لوبه وکړي.
دغه سیالي به دری میاشتې وروسته تر سره کیږي.