د کندز د چهاردرې د سيمې ړندې بمبارۍ ته:
زويه پښې دې د اختر کاليو وخوړې.
شاهد چې په روغتون کې ايله ايله په هوښ راغلی وه.
دواړه پښې ېې په بمونو ټوټه ټوټه شوې وې.
او د روغتون ډاکټرانو ترې پرېکې کړې وې.
په هوښ کېدو سره سم ېې سترګې پخپله مور ولګېدې.
او لمړۍ خبره ېې همدا وه چې مورې پښې مې څه شوې؟
مور ېې هم چې يواځې همدا يو زوی ېې درلود.
د پلاره ورته يتيم پاتې شوی وه.
ايله د دولسو کلونو وه.
سترګې ېې له اوښکو ډکې شوې وې.
غريو نيولې وه او په سلګو سلګو ېې ورته وويل:
زويه: پښې دې د اختر کاليو وخوړې.
څومره مې درته وويل چې په تېلو اور پورې کووم.
نيمه شپه ده.
له کومې ناوړه پېښې سره به مخامخ شې.
دا کاپران بمبار درباندې ونه کړي.
خو تا زما خبره ونه منله
تا ويل چې طالبانو ټانکرونه نيولې.
د سيند تر غاړې ترې پاته شوي.
ټول کلي تېل راوړل.
زه هم ځم.
تېل راوړم.
بازار کې به ېې وپلورم.
تاته به هم د اختر جامې واخلم.
او ځان ته هم.
هسې خو هم زما پلار نشته چې جامې راته واخلي.
نورو ټولو هلکانو ځانونو ته د اختر جامې اخيستي.
خو يو مونږ يو چې د اختر جامې نه لرو.
هوکې زويه: ياد لره چې اسماني کاڼي هم د غريب په سر راغورځېږي.
ستا دواړه پښې د اختر هماغه کاليو وخوړې.
د اختر کاليو.
د اختر کاليو.
په درناوي.