دخپریدو نیټه : 2005-06-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دا خو ځان ته ښېرې كوي
امين عادل - وردګ
د جمعي ورځ وه، ملګري ته مي د چكر وهلو وړانديز وكړ، هغه هم ډېر په ورين تندي ومانه، ژر ژر مو ځانونه برابر كړل، سرك ته كښته او په موټر كې سپاره شوو.
خپل ټاكلي ځاى ته د رسېدو لپاره مو څو ځله موټر بدل كړ، لږ خو موږ د چكر په تكل وروسته ووتو او لږ مو چكر ځاى لرې وو، د جمعي لمانځه د ادا لپاره يو جومات ته ورغلو، كه ګورو، چې يو سياسي او ديني مشر پر ممبر ناست دى او مسئلې كوي او په پاى كې يې لاسونه پورته كړل او په اخلاص، عاجزۍ او پوره لېوالتيا سره يې دعا پيل كړه، موږ هم لاسونه لپه كړل او آمين، آمين مو كول، نوموړي ډېرې دعا گانې وكړې، له الله نه يې هرڅه وغوښتل: "څوك چې له اسلام، وطن، ملت او بېوزلو سره خيانت كوي، الله يې دې تباه كړي، څوك چې د الله پر احكامو عمل نه كوي، پوپنا دې شي، چا چې دا ملت ځورولى، اى الله ته يې په څو چنده جزا ورسوې، آيت شريف دى: ټول هغه خلك، چې زړونه لري خو پوهيږي نه، سترګې لري خو ويني نه او غوږونه لري خو اوري نه، دا ټول دې الله ورك كړي، زموږ پاكه خاوره دې الله ورنه پاكه كړي او....."
خپل ملګري ته مې، چې پام شو، ډېر نا آرامه غوندې ښكارېده، ويل يې: اه اه... دا خو ټولې ځان ته ښېرې كوي، چې موږ پكې لاړ نه شو!.