میرویس جلالزی
د هرات ولایت د فوټبال د الف او ب ډلو تر منځ سیالیو په دوو لوبو سره دوام وموند.
په لومړۍ لوبه کې چې وړمه ورځ مازدیګر د اماني د فوټبال ټیم او هیواد لوبډلې تر منځ وشوه د اماني ټیم د صفر په مقابل کې په دریو ګولونو سره د هیواد لوبډله له خپلې مخي لري کړه.
دغه راز په دوهمه لوبه کې د آرش د فوټبال ټیم د یو په مقابل کې په څلورو ګولونو سره افغان ټیم ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ دمګړې په هرات ښار کې دوام لري او بریالۍ لوبډله به وروسته په کابل کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فوټبال په ګډه سیالۍ کې برخه اخلي.