میرويس جلالزی
د تکواندو د نړیوالو سیالیو په دوهمې ورځ افغان تکواندو کار حسن رضایې وتوانید چې د برونزومډال وګتي.
رضایې د ۵۸ کیلوګرامه وزن په سنې رده کې د دې جوګه شو چې خپل غښتلې سیالان یو پر بل پسې له خپلې مخې لري کړي.
په هغو سیالیو کې چې له یوې اونۍ راپدې خوا د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د ۱۴۰ هیوادونو د ۱۱۱۶ تکواندو کارانوتر منځ پیل شوي له افغانستان څخه هم د یوې نجلۍ په ګډون څو تنه نارینه تکواندوکاران برخه لري.
په دغه ډله کې حسن رضایې، ایمل بابکرخیل، بادام ګل ملتزم، روح الله نیکپاه او یوه نجلۍ شامل دي چې مشري یې د تکواندود فدراسیون مشر غلام رباني رباني کوي.
د ۵۸ کیلوګرامه لوبغاړو په سیالیو کې د اتلو لوبغاړو نوم لړ په لاندې ډول دی.
لومړی مقام: بانیلا ګونزالس له اسپانیې څخه
دوهم مقام: والی دامینا له مکسیکو څخه
دریم مقام:حسن رضایې له افغانستان څخه
د یادو وړ ده چې تر اوسه پوري افغانستان له یادو شویو لاندنیو ملکونو څخه درده بندۍ په جدول کې هسک ځای لري.
یونان
ایټالیا
کرواشیا
اردن
تایوان
اوکراین
چین
آلمان
آرجنتاین
ناروي