میرويس جلالزی
د ایټالیا روسي الاصله ایټالوی نامتو موټر سایکل زغلونکی والنتینو په دې وتوانید چې د اسټرالیا هیواد د موټر زغلولو په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړي.
دغه سیالۍ د جي پي موتور تر نامه لاندي د سلګونو تنو موټر زغلونکو تر منځ په لاره اچول شوي وي.
د یاماها موټر سایکل په سپرلو سره والنتینو وتوانید چې ټاکلی هدف په یوه دقیقه، ۳۱ ثانیو او د ثانیې په ۳۲ زرمه برخه کې سره ته ورسوي.
له ایټالیا وروسته د کوربه هیواد اسټرالیا لوبغاړې په دې وتوانید چې دوهم مقام خپل کړي.
دریم ځای د هونډا موټر سایکل په سپرلو سره اسپانیایې موټر سایکل زغلونکی خپل کړ.
ویل کیږي چې والنتینو د نړۍ په کچه تر ټولو ډیر امتیازونه لري او ښایې د موټرسایکل زغلولو په نړیوال جام کې اتل وپیژندل شي.