مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-09   مخپرونکئ : کوچۍ

لوړ ږغ روغتيا ته زيان رسوی

کوچۍ

 

١٩د  غبرګولي ١٣٨٤

 

 څيړنو ښودلی ده چې په ډېر لوړ ږغ  د موسيقي اوريدل د اوريدنې په حس فشار راولی.  د ډاکټرانو په وينا ډېر لوړ ږغ که د موسيقي وی يا د بل شي، د وينې فشار زياتوی او د زړه ټکان ګړندی کوی .

 

همدا راز  روغتيا پوهان  وايي چې زړه د ډېر لوړ ږغ په اوريدو د بدن د نورو غړو په پرتله د ډېر فشار لاندې راځی او د ويني د رګونو په اندازه کې هم بدلون راولی.

 

څيړنودا هم ښودلی ده چې د لوړ ږغ موسيقي د ميندوارو ښځو په ګيډه کې د ماشوم په بڼه او کچه کې هم بدلون راولی.

 

 خلک په تيره بيا ځوانان   چې موسيقي په ډېر لوړ ږغ اوري ځان ته  تاوان رسوي.  نو ښه دا ده چې موسيقي په ارامه او داسې ډول واوريدل شي چې د انسان د خوښۍ سبب وګرځي او روغتيا ته يې هم زيان ونه رسوي.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery