مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ټولو پوروړی

محمود نظری

درینګ  درینګ د تیلفون شرنګی شو
-هلو
- ته باید په دې دور ه کې خپل کالي موډ بدل کړې!
-ښه صیب په سترګو!
د بل تیلفون توتو  شو
-هلو
ـ ته باید د کامو د بد ماشانو پرځای د هغو له اهل کار څخه ګټه واخلې!
ـ ښه صیب! هغسې چې تاسو وایاست.
د بل تیلفون شرنګی شو
-هلو
-ته باید جنګي جنایت کاران له کابینې وباسې!
 - په سترګو صیب!
 د ملي اټن  دنغمې ږغ پورته شو
هو  زما مبایل دی
- هلو
- په کابینه کې  په هغه زما سره  په وعده شوی څوکۍ غوږ دپ نه کړې
 -سمه ده، سمه ده
د تیلفون  شرنګی شو
- هلو
ته باید رشوت خوره محاکمه کړې!
- په سترګو صیب!
بیا دبل مبایل د اټن نغمه پورته شوه:
- هلو
-هغه زما زوی دی هیر نه شي!
- ښه دی!
 دا مو د بابا وطن... د غزلې ږغ پورته شو
هو دابل مبایل مي  دی
- هلو
-ګوره هغه دراز بې نمازه والی تغیر نه کړې ما وعده ورسره کړې  ده!
 - ښه صیب
- بیا د تیلفون شرنګی شو
- هلو
- ورور دی باید ژر له هیواده  وباسې!
- په سترګو صیب
بیا د اټن  دنغمه  پورته شوه
- هلو
- ته باید نور پاتی ونه خورې!
- دسمه ده صیب  په  ویلو سره يې سر پرله وچرخید او ضعف یې  وکړ
د تیلفونو د ږغونو ازانګه په کوټې کی پيچل کیدې شرنګ ، شرنګ. تو تو .توتو دا مو دبابا وطن  دیم دیم ديژ..
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery