مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خوب

انوارالحق يرغل


نوې جامې مې اغوستې وې ، بوټان مې که څه هم نوي نه وه ، خو مورجانې مې راته رنګ کړي وه ، د کتابو بکسه مې که نوې نه وه زړه هم نه وه ،په ډېرې خوشالۍ له همزولو سره دښونځي پر لور روان وم ،دهمزولو له ډلې حامد وويل ، کاشکې زه مې د پلار غوندې انجينر شم !

بيا يې له خالده وپوښتل ته څه وايې چې راتلونکې کې څه شې ؟

خالد وويل زه غواړم ډاکټر شم
حامد له ټولو همزولو لکه ژورنالېست نظرونه واخيستل خو چې زما وار شو نو ويې ويې ويل اسده! ته څه وايې چې راتلونکي کې څه شې ؟

ما چې ځواب ته ځان جوړاوه د خپلې مور غبرګ غږونه مې واورېدل چې ويل يې ، اسده! اسده !زويه! پاڅه ناوخته دی ، ډېر خوب دې وکړ، مزدورۍ ته نه ځې 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery