میرویس جلالزی
د غزني ولایت د ټینس ټیم د هیواد په کچه د ټینس په پیل شویو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
د لویانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو په دریو سني کټګوریو کې د غزني د ټینس ټیم وتوانید چې د لویانو او تنکیو ځوانانو په سني رده کې لومړی ځای خپل کړي.
د غزني د تینس ټیم اتلانو له دولت څخه په غزني ښار کې د ټنس د یوه میدان د جوړیدو غوښتنه وکړه.
هغوي ویل چې دوي د کډوالۍ پر مهال په ایران کې د تنس تمرینات پیل کړي ول او کله چې خپل ټاټوبي ته راستانه شول نو په غیر معیاري توګه یې د لازمو امکاناتو د نه شتون په حال کې خپلو تمریناتو ته دوام ورکړ.
د غزني د تنس اتلانو له دولت او د ملي المپیک کميټې له ریس ظاهر اخبر څخه غوښتنه وکړه چې د دوي سپورتي ستونزي هواري کړي او هغه لازم امکانات ورته برابر کړي چې نور افغان تنس بازان یې په واک کې لري.