میرویس جلالزی
افغان کرکیټ بازانو د یکشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د چین لوبډلې ته په ۹ ویکټونو ماتې ورکړه.
د مهال ویش له مخې په ټاکل شویو شلو هاورنو کې د چین لوبغاړو ۳۵منډې جوړي کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.
حمید حسن ۴ لوبغاړي وسوځول، شاپورځدراڼ او محمدنبي عیسی خیل دوه دوه لوبغاړې وسوځول، کریم صادق او سمیع شینواري هم یو یو ویکټ واخیست.
د افغان کرکیټ بورد یوه غړي ریس احمدزي په دوبۍ کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې صبا د دوشنبې په ورځ به له سینګاپور سره ډګر ته وزي.