میرویس جلالزی
د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د عربي متحده اماراتو د کرکیټ په شل اوریزو سیالیو کې تر ګډون وروسته د چهارشنبې په ورځ هیواد ته راستنه شوه.
افغان کرکیټ بازان وتوانیدل چې د چین، سینګاپور، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او هانک کانګ د ټیمونو تر ماتولو وروسته د دغه جام اتلولي خپله کړي.
د کابل په هوايي ډګر کې د ننګرهار والي ګل آغا شیرزی، د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو شمیر چارواکي او نور په ملت او سپورټ مین افغانان د خپلو اتلانو د بدرګې لپاره را ټول شوي ول.
اتلان د ډولونو په ډبولو سره وستایل شول او ځوانانو د هغوي د وړاندي ملي اتڼونه وکړل.
ګل آغا شیرزي وویل چې په ننګرهار کې به د لوبډلې د ستایلو لپاره بي ساری تاریخي جشن جوړوي.
د ولسي جرګې غړي نادر خان کټوازي وویل: ((د کرکیټ قهرماني لوبډلي دغه وروستۍ بریا چې مونږ خپله ورته په شک کې وو چې څرنګه به شي دوي په ملي همت تر لاسه کړه او افغانستان یې بیا وځلاوه، تاسو د افغانستان د کرکیټ بورډ او د کرکیټ مینه والو ته مبارکي وایمه، دې تاسو میړانې یو ځل بیا افغانستان په نړۍ کې سر لوړی کړ)).