دخپریدو نیټه : 2005-06-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
زمري او هوسۍ
يوسف څاروان
20/6/2005
په يوه ځنګل كې يوه ډير زوړ زمري ژوند كاوه، د كمزورتيا له كبله ئې نه شو كولي چه په ښكار پسي ووزي.په داسي حال كې چه زمري به اكثره وږي وه يو څربه څريدونكې هوسۍ به ئې هر ورځ په ځنګل كې ليده.
زمري خپله ټوله فكري قوه د داسي يوي طريقي د سنجولو لپاره په كار واچوله چه د هغي له لاري خپلي پڅي داړي د څربي هوسۍ په غوښه وه ازمويي او د څو ورځو لپاره په مړه خيټه د ژوند شپي سبا كړي. له څه وخت فكر او سوچ څخه ئې ورسته دا پريكړه وكړه چه هوسۍ د ميلمستيا په بانه كور ته روالي او بيا ئې غوښه ګيډي ته د رسيدو لپاره د خپلو غاښو رحمت ته حواله كړي ، نو د همدي هدف لپاره ئې ګيدړه د استاذي په توګه هوسۍ ته واستوله.ګيدړي د ميراثي مكر، چل ول او غوړه مالي په مټ هوسۍ په دي راضي كړه چه د بادشاه سلامت بلنه وه مني، په دي ليدنه كې ګيدړي هوسۍ ته د خپلو خبرو په ترڅ كې داسي هم وويل چه بادشاه سلامت ستاسي لپاره ډير ښه واښه او د ځان لپاره ئې ډيره زياته غوښه تياره كړي او تاسي ته ئې د سبا غرمي ډوډي لپاره بلنه دركړي ده.
هوسۍ سباته د غرمي ډوډي لپاره د بادشاه سلامت د ميلمستون پر لوري رهي شو چه د ميلمستون سره لنډ ئې غټ خالي ديګ تر سترګو شو نو په زړه كې ئې له مخكې پروت شك پر يقين بدل شو او دوه ئې خپلي كړي او دوه پردي په منډه شو په همدي وخت كې بادشاه سلامت او ګيدړي چه د هوسۍ د ښه راغلاست لپاره د ميلمستون په دورزاه كې ولاړ وه پسي ناري كړي چه څه دروه سوه؟ چيري زغلي؟ زمري ورته وويل چه آيا ته په دي خوښه نه يي چه زما سره ډوډي وخوري؟ كښني راسره او بنډار سره وكړو؟
د بادشاه سلامت او ګيدړي د چغو او پوښتنو په جواب كې هوسۍ وويل:
كله چه ما دا لوي ديګ د ميلمستون سره لنډ وه ليده پوه شوم چه زما د غوښي پخيدو لپاره راوړل شوي او ما ته ددي لپاره بلنه نه ده راكړي شوي چه د بادشاه سلامت سره يوځاي كښينم او ډوډي ورسره وخورم بلكي ددي لپاره راته بلنه راكړي شوي چه زما غوښه وخوري.
ګرانو لوستونكو مونږ افغانان نن په داسي حال كې يو چه دښمن راته متوجه دي او له ډير وخت څخه ئې څارلي يو او مختلفو لارو كې يي راته كمينونه نيولي دي او په هر كمين كې زمونږ د وركې، درپه درۍ رسوايي او ذلت هڅه كوي. په كومه لاره چه پل ايږدو دوي راته پكې څاه كيندلي ده او پري ئې پوښ غوړولۍ دي نو بايد مونږ په اوسنۍ وضعه كې د دښمن په دوستۍ، غوړمالۍ، ميلمه پالنې او غوړو شعارونو ونه غوليږو، د دښمن هر حركت وه څارو او په پوره هوښيارۍ په لومړي قدم كې د غدارانو چاره وكړو ځكه هيڅ قام دښمنه د چا دوست نه شي كيدي. نن چه كوم حالت پر مونږ راغلي دا د هغو غدارانو د پرلپسي هڅوپايلي دي چه زمونږ په ملي حصار كې د ننه يي له كلونو راهيسي درزونه كول