دانوی وایروس د (Kido) په نامه سره په نړۍ کې خپورسو، اوداسی تباهې ئې جوړه کړه، لکه یوه ځنګله چی اوراخیستی وی، په 24 ساعتوکی ئې په نړۍ کی 10 لکه کمپیوټرانوته زیان ورساوه، داکیډوچی مشهوره په کنفیکر سره دی دکمپیوټرپه تاريخ کی تر (ایس کیو ایل سلمر) وایروس وروسته ترټولوخطرناکه وایروس دی،
دسایبرکمپنۍ مشرافسر ښاغلی (هایپوهن) دبې، بې ، سي سره په خبروکی وویل: په نړۍ کې ددې وایروس له کبله دزیان اټکل مشکل دی، خوزماپه اندتر 90 لکه زیات کمپیوټران ئې زیان کړیدی؛ په دوومیاشتوکی ئې زیان و دوه کروړه اوشپېته لکه کمپیوټرانوته ورسېده، اوددې وایروس څخه مایکروسافټ زیات زیان من شو، چی داټول اپریټنګ سیستمونه ئې تراغیزی لاندی راوستل: Windows 2000 Windows xp Windows Vista Windows Server 2003 Windows Server 2008 Windows 7 Beta Windows Server 2008 R2 Beta البته د (لینکس او میک) سیستمونه ورڅخه محفوظ وه، دې وایروس دنورووایروسو څخه زیات پرمخ تللی اواغیزو توپیرئی دادی چی دا وایروس پخپله خپل ځان (اپ ډېټ) کوی ، اواوس دې وایروس وپنځواقساموته رسېدلې ده، چی کنفیکر اې، بي، سي ، ډي او اي، داویروس څنګه خپریږی؟ په مایکروسافټ وینډوزکی د (Ms08-067) دکمزورۍ په وجه خپریږی، نوځکه د(یوایس بي) یا دانټرنیټ له لاری وکمپیوټرانوته لاره مومی، اودوینډوزواپریټنیګ سیستم ته داخلیږی، ووینډوزته ترداخلېدووروسته دا وایروس د (ایګزیکیوټیبل فایل) (Services.exe) پسې ګرځی اوپیداکوی ئې، ددې فایل دموندلووروسته داوایروس ددې فایل (کوډ) ګرځی اوپخپله ولاندنیوځایوته کاپی کيږی: %System%\[rnd].dll %Program Files%\Internet Explorer\[rnd].dll %Program Files%\Movie Maker\[rnd]dll %All Users Application Data%\[rnd].dll %Temp%\[Ran]\[rnd].dll %System %\[rnd].tmp %Temp % \[rnd].tmp دلته د (rnd) څخه مطلب (Random) دی یعنی داوایروس ودې فایل ته خپله هم نوم ورکولای سی، اوددې څخه وروسته د وینډوزپه ثبت (Registary) کی لاندی (کیلې) جوړوی، چی په نتیجه کی دوینډوزدپیل اوخلاصولوپرمهال داوایروس پخپله راځی : [HKLM\System\currentControlSet\Services\netsvcs] چی وروسته که کمپیوټردنیټ سره وصل وی نودیوه کمپیوټرڅخه وبل کمپیوټرانتقال کیږی اوداتسلسل وروسته جریان لری۔ هغه هیوادونه اوادارې چی کنفیکراغیزمن کړیدی دکوچنیواداروڅخه ترلویواداروپوری، دروغتون څخه تردفاعی اداروپوری ئې ټولی اغیزمنی کړیدې، په ټوله نړۍ کې ئې زیات تاوان داسیاووچې ته رسولی اوپه ځانګړې توګه دچین وهیوادته، دکسپرسکای لیب مشر(کیملک) په اند لومړی اغیزمن هیوادچین چی (2649674) کمپیوټران ئې تراغیزې لاندی راوستل، دوهم هیوادچی ډېرئې زیان ورته ورساوه، هغه برازیل دی چی (1017825) کمپیوټران ئې ورویجاړکړل، اوپه دریم قطارکی روسیه ده چی (835970) کمپیوټران ئې ورزیان کړل؛ که واداروته راشو، نودلومړی ځل لپاره ئې دفرانسې دبحریه قواووکمپیوټرانوته ځان ورساوه، ددې څخه ئې وروسته دبرطانې ووزارت دفاع ادبرطانېې وسمندری ابتلوته ځان ورساوه، ددې څخه ئې دبرطانېې د(شفیلډ) په ښارکی 800 کمپیوټران دځان کړل، دامریکې ومتحده ایالاتوکي ئې وروغتونواونورمهمواداروته ځان ورساوه، اوډېرئې اغیزمن کړ، چی په دې روغتونوکي وډېرمهموسامان الاتواوماشینوته لکه (ایم ، ار، ای) ته هم نقصان ورساوه، ددې څخه ئې وروسته پرپینتاګون اودامریکایوپوهنتون چی (یوینورسیټی اف یوټا) اود(سي ای اې) پرډېروځایونوباندی ئې په تدریجی ډول سره حملې پیل کړی اوونوروهیوادونه اوادروته ئې هم لاره پیدکړل۔ هغه هیوادونه چی دکنفیکرڅخه په درومیاشتوکی اغیزمن سویدی هیواد داغیزمن سووکمپیوټرانوشمېر چین 262082 روس 191052 برازیل 176901 هندوستان 122338 ارجنټاین 85572 جنوبی کوریا 77627 یوکراین 70591 ایټالیا 59199 رومانیا 46786 اندونیزیا 41579 چیلی 39026 ټایوان 38656 ملازیا 32034 تایلينډ 30797 امریکا 30369 کولمبیا 29474 فلپاین 28384 میکسیکو 27080 وینزویلا 24177 جرمنی 23881 قزاقستان 17226 پاکستان 14949 سعودی عربستان 14010 برطانیه 12355 فرانسه 12018 تُرکیه 11369 یوه میاشت وروسته درې هیوادونه ورڅخه ډېراغیزمن سول چین 2649674 برازیل 10117825 روسیه 835970 په جنوبی مشرقی اسیاکی هم دری هیوادونه ورڅخه ډېراغیزمن شول ملازیا 2649674 تایلینډ 165080 اندوبیزیا 164794 دکنفیکروایروس جوړونکی که هرچاوموندی هغه ته مایکروسافټ دوه نیم لکه ډالره انعام ورکوی! ددې وایروس خطرډېرزیات دی چی په دروورځوکی ئې زیان وکمپیوټرانوته دد(3) لکوڅخه و(90) لکوته جګ شو، له همدې کبله مایګروسافټ د (کنفکرورکنګ ګروپ) په نامه سره یوټیم جوړکړترڅوددې مخه ونیسی، چی په دې کی دنړۍ ټولې حفاظتی اداری ګډون لری، لکه : ایف سکیور، کسپرسکای، میکافی، مایکروسافټ، سمنیټک، ټرینډ مایکرو، اې اوایل، سسکوسیستمز، فېس بوک، ګلوبل، او ای، بی ایم پکښې ونډه لری۔ ایاتاسوپوهیږی چی تاسوئې هم اغیزمن کړی یاست اوکه نه؟؟؟ دلاندنیونښوپه څرګندولوسره تاسی باید پوه شی چی تاسی هم ددې وایروس ښکارشوی یاست 1 کله چی تاسی چی وینډوز اپ ډېټ کوی نوهغه نه اپ ډېټ کیږی 2 دوینډوزداپ ډیټ ویب سایټ تاسی خلاصوی خوهغه نه خلاصیږی 3 کله چی دوینډوز(ډیفنډ) (ډیس اېبل ) سی 4 کله چی تاسی دهر(انټی وایروس) دویب سایټ دخلاصولوکوښښ کوی مثلا: www.kaspersky.com, www.avg.com, www.symantec.com اوداویب سایټونه نه خلاصیږی دغه ئې ټولې ښکاره نښانیانی دی ددې وایروس دشتون داوایروس لاندنی نومونه لري په کپمیوټرکی، چی بایدورته متوجه سو!!! ددې وایروس یونوم، کنفیکر، ډاون اپ، اوکیډودی اوپه انټی وایروسی کی ئې نوموسره بېل دی: Win32/conflicer.A (CA) W32.Downadup (Symantec) W32/Downadup.A( F-Secure) Conficker. A (panda) Net-worm.Win32.Kido.bt (Kaspersky) W32.Conficker.worm (McAfee) Win32.Worm.Downadup.Gen (BitDefender) Win32:Confi (avast) WORM_DOWNAD (Trend Micro) Worm.Downadup (ClamAV) ددې وایروس څخه څنګه خپل کمپیوټران وژغورو کله چی په دې پوه سواست چی دکنفیکرښکارسوی یاست نودلاندنیوتدابیروڅخه کارواخلی: ټول (اینټی وایروسونه) ددې سره مقابله کولای سی، اوتاسو ښه انټی وایروس پخپل کپمیوټرکی انسټال کی، مثلا: کسپرسکای، نارټن، میکافی، ایواسټ یا ایف سکیور، اویادوساتی چی ددوی نوی ورژن استعمال کړی، خپل ټوله سیستم سکېن کړی، مایکروسافټ د (ریموول ټول) په نامه سره یونوی اینټی وایروس جوړکړی دی دکنفیکردختمولولپاره که موورته لاس رسی ونوخپل سیستم په دې سره هم سکین کی، دانټرنیټ لپاره دمایکروسافټ ایکسپلورر پرځای فایرفوکس یا اوپیرااستعمال کی، اوزه اوس څه دویب سایټوڅه نومونه لیکم اوپوره کوښښ وکی چی ددې ویب سایټوڅخه هیڅ شی ډاون لوډ نه کی، که ستاسوپه کمپیوټرکی داوایروس نه وی هم احتیاط ډېرپه کاردی۔ یادونه: کنفکیراوس هم موجوددی اوهرورځ په اوسط ډول سره (50000) کمپیوټرانوته زیان رسوی، پېشانې ئې زیاته کړی اوونړۍ ته ئې (15) لازیات تاوان رسولی دی، چی لاهم هرورځ داتاوان اونقصان زیاتیږی، ځینی دکمپیوټرماهرین په د ې اند دی چی، کیدای شی دکنفیکردمخترع له خواڅخه بله نوې حمله پیل اونوې وایروس په نړۍ کی خپورکی۔ ددې ویب سایټوڅخه ځان وساتی!!! تراوسه په نړې کی تر(150) زیاتوویب سایټوکی دغه وایروس شتون لری، چی زه ئې یوڅه درته لیکم اوهوښیارورسره اوسی: http://conficker.biz/ http://conficker.com http://conficker-cleaner.com http://conficker.net/ http://conficker.org http://conficker.co.uk http://confickercvirus.com http://confickercvirus.info http://confickercvirus.net http://confickercvirus.org http://conficker.de http://conficker.info http://conficker-removal.com http://conficker-removal.info http://conficker-removal.org http://conficker-removal-tool.com http://confickera2z.com http://confickerabcd.com http://confickerator.com http://confickerremovaltool.com http://confickerremover.bogspot.com http://conficker.us http://confickervirus.com http://confickervirus.info http://confickervirusremoval.com http://conficker-wg.com http://confickerwg.com http://conficker-worm.com http://confickerworm.com http://conficker-worm.org http://conficker-worm.net http://conficker-worm-removal.com http://confickerupdate.com http://confickerupdate.info http://confickerworkinggrpu.com http://confickerworkinggroup.net http://confickerworkinggroup.org http://downadupc.com http://downadup.co.uk http://downadup.de http://downadup.org http://downadupvirus.com http://howtoremoveconflicker.com http://iloveconflicker.com http://killconficker.net http://theconflickerworm.com http://stopconficker.com http://w32downadupc.com http://confickercable.com http://advance-care-free.com http://anti-malware-free.com http://antivirus360removaltool.com http://av360remover.com http://bytescan.org http://compbofixtool.com http://combofixtool.org http://fix-download.com http://hijacktool.org http://malwarebot.org http://malware-malware.com http://malware.ms http://remove-a360.com http://remove-antivirus-2009.com http://rmove-antivirus-360.com http://remove-conficker.com http://remove-personal-defender.com http://remove-spyware-guard.com http://remove-spyware-protect.com http://remove-total-security-2009.com http://remove-ultra-antivirus-2009.com http://remove-virus-alarm.com http://remove-virus-melt.com http://remove-winpc-defender.com http://smitfraudfixtool.com http://vundofix.org http://vundofixtool.com http://www.spaywarecease.com http://zlobremovaltool.com اوداسی نورچی لیکل ئې څوک ستړی کوی۔
په اسلامي سپېڅلې مینه ستاسوورور