دخپریدو نیټه : 2010-01-09 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار : داتو حوزو تر منځ دفوټبال سيالۍ پيل سوي
احمد لودين
په کندهار کي دهيواد داتو حوزو د تکړه او وتلو لوبډلو تر منځ دفوټبال لوبي سيالۍ پيل سوي .
نوموړي سيالۍ چي د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي تر سره کيږي د کوربه توب وياړ يي هم کندهار لري .
د نوموړو سياليو دپيل مراسم تيره جمعه ماسپښين مهال په داسي حال کي تر سره سوه چي د هيواد دالمپيک دکميټي دلوپوړو چاوراکو تر څنګ يي په زرګونو کندهار اوسيدونکو ننداره کول .
د کندهار دورزشي امريت امر محمد الله ګلالي بينوا ته وويل چي يادي سيالۍ يي دهيواد دملي لوبډلي د غوراوي په موخه پيل کړي چي ١٤ ورځي به دوام ولري او هره ورڅ به دوي لوبي کيږي ده وويل چي يادي لوبډلي د کندهار ، ننګرهار ، کابل ، هرات ، بغلان او مزار شريف څخه دي چي مالي لګښت د المپيک کميټي دفوټبال دفدراسيون تر څنګ ځيني خصوصي شرکتونه او ملي سوداګر ورکوي .
د يادو سياليو لمړۍ دوي لوبي هم تيره ورځ تر سره چي لمړۍ لوبه يي د ننګرهار او مزار شريف دلوبډلو ترمنځ وسوه چي صفر د صفر په وړاندي په مساوي ډول پاي ته ورسيده او په دوهمه لوبه کي کندهار او خوست د لوبي ميدان راووتل په لوبه کي کندهار وکولاي سواي چي د محمدقاسم په واسطه خوست لوبډلي ته يو ګول ورکړي او په دي سره خوست لوبډله ماته کړي .
ديادوني وړ ده چي دوي اونۍ مخکي هم په کندهار کي د سهيلي حوزي دولايتوونو تر منځ سيالۍ تر سره سوي چي کندهار پکښي لمړۍ مقام وګاټه