مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-25   مخپرونکئ : 112 - دبېنوا خبریال - هلمند

رویټرز: له طالبانو سره خبرې اترې

ژباړه: عبدالحمیدستانکزی

رویټرز

استانبول- د افغانستان او پاکستان مشران به د دوشنبې په ورځ د استانبول په سرمشریزې کې د جنګیالیو په وړاندې د لا زیاتو همکاریو په لټه کې شي، خو طالبانو سره د خبرو اترو او اړیکو څرنګوالي به دغه ناسته تر اغېزې لاندې کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري د لندن له کنفرانس څخه مخکې، چېرې چې افغانستان او نړیواله ټولنه به موافقه وکړي څو د کابل حکومت پخپله د خپل امنیت چارې په غاړه واخلي، سره ولیدل.

دواړه مشران به د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل سره له درې ورځنیو درې اړخیزو خبرو مخکې چې د پردې تر شا یې د اسلام آباد او کابل تر منځ د اړیکو په ترمیمولو، په تېره له طالبانو سره په خبرو اترو یې کار کړئ دی، دوه اړخیزې خبرې وکړي.

یوه ترکي چارواکي چې د خپل نوم د نه ښودلو غوښتنه یې کوله وویل: موږ پدې موضوع له افغانانو او پاکستانیانو سره کار کړئ دي.

په نویمو کلونو کې د طالبانو له پاللو سر بېره، پاکستان په افغان چارو کې یو ډېر مهم رول لوبولئ دی، خو کابل اوس هم اسلام آباد ته د شک په سترګه ګوري چې ګواکې د افغانستان د بربادۍ لپاره خپله اجندا لري.

لدې سره سره چې له خپلو طالبانو سره په جګړه بوخت دی، پاکستان نه غواړي چې افغان طالبان مهار کړي ځکه پدې باور دی چې کله امریکایي پوځونه سیمه پرېږدي نو د هند د مخ په زیاتېدونکي نفوذ لپاره به اړتیا ورته پېښه شي.

کرزي چې د خپلو لوېدیځوالو ملاتړ کوونکو لخوا تر سخت فشار لاندې دی چې د تاوتریخوالي په ډېرو بدو شرایطو کې د افغانستان امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي، داسې پروګرام تر لاس لاندې نیولئ دی چې ځېنې طالب بغاوت کوونکي خپل حکومت ته راوګرځوي او پر ځمکه د وسلو اېښودلو ته یې وهڅوي.

پاکستان غواړي په همدغه بهیر کې رول ولوبوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې په همدغه منظور یې په ټولو کچو کې د افغان طالبانو سره اړیکې نیولي دي څو په دغه ګاوڼډ هېواد کې سوله راوستل شي.

زرداري د یکشنبې په ورځ ناوخته استانبول ته په رسېدو له تایپ اردوګان د ترکیې لومړي وزیر سره چا چې په ۲۰۰۲ز کې په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هېواد ته ډېر حیثیت ورکړ، وکتل. تایپ اردوګان له حامد کرزي سره هم په جلا توګه لیدلي و.

ولسمشر اوباما چې اوس مهال افغانستان ته نور ۳۰ زره پوځونه لېږي ویلي دي چې د دغه هېواد د ثبات لپاره سیاسي حل لارې ته اړتیا ده او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان له ملاتړ نه پرته دا کار ناشونی برېښي.

د لندن له نړیوال کنفرانس نه مخکې ترکیه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ګاوڼډ هېوادونو مشرانو د یوې ناستې کوربه توب کوي، څو پدغه هېواد کې اخ او ډب ته د پای ټکی کښېښودل شي.

بریتانیوي چارواکو ویلي دي چې دوی غواړي سیمه ییز لوبغاړي قانع کړي چې د افغانستان د ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

ترکیې ویلي دي چې د ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو بر سېره به د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د خاص استازي مرستال پاول جونز هم پکې ګډون وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery