د مصر او الجزایر لوبډلو ترمنځ چی پرون شپه ناوخته تر سره شوه د مصر لوبډلی وکولای شو چی څلور د هیڅ په وړاندی الجزایرلوبډلی ته ماتی ورکړی .
دغه لوبه چه څه موده مخکی د افریقا جام په نوم په انګولا کی پیل شوی وه ټاکل شوی ده چی په راتلونکی اونی کی پایله لوبه د مصر او غانا لوبډلو ترمنځ پای ته ورسیږی .
کله چی د مصر لوبډلی څلور د هیڅ په وړاندی الجزیری ته ماته ورکړه په میلیونو کسان چی په لاسونو کی د مصر بیرغونه ول سړکونو ته راوتلی وول او تر سهار یی د مصرناری وهلی او خوشحالی کوله .
د یادونی وړ ده چی مصر د څو کالو راهیسی د افریقا جام لوبه چی هر دوه کالو کی یو ځل تر سره کیږی خپلوی خو دا لا معلومه نده چی په راتلونکی اونی که به لوبه د چا په ګټه پای ته ورسیږی .
مصراو الجزایرلوبغاړی څه موده وړاندی هم د ۲۰۱۰ کال د فوټبال نړیوالو سیالیو ته د لاری موندولو په موخه لوبیدلی وه خو ورسته له اخ او ډب او تاوتریخوالی نه د الجزایر په ګټه لوبه پای ته ورسیده چی لا تر اوسه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی کمزوری دی .